بغلان: د طالبانو برید کې پاڅونوالو ته مرګژوبله اوښتې

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, زلمی اشنا
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان په شمال ختیځ بغلان ولایت کې طالبانو څه باندې ۳۰ دولت پلوي ځواکونه چې په پاڅون کوونکو مشهور دي، وژلي او ټپیان کړي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي د ولسي پاڅون کونکو یوه ډله، جګړه کې د بلې ډلې مرستې ته ورتلله چې طالبانو پرې برید کړی. د نهرین ولسوال بي بي سي ته ویلي په دغه برید کې ۲۵ پاڅون کونکي وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.

د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي بي بي سي ته وویل د پاڅون کونکو یوه ډله، د جګړې لپاره، د بلې ډلې مرستې ته روانه وه چې طالبانو پرې برید کړی. د هغه په ټکو په دغه برید کې ۲۵ پاڅون کوونکي وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

ولسي پاڅون کونکي حکومت پلوه ځواکونه دي، چې د بغلان په ګډون د افغانستان په ځینې ولایتونو کې، د امنیتي ځواکونو تر څنګ له خپلو سیمو د دفاع په موخه، له طالبانو او نورو وسله والو مخالفانو سره جنګېږي. سره له دې چې دغه ځواکونه د حکومت له لوري سبمالېږي، خو کره شمېر یې نه دی معالومه.

ورته مهال بیا د بغلان د ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزی له بي بي سي سره خبرو کې د ولسي پاڅون شمېر لسګونه یادوي، خو وايي چې طالبانو سره یې جګړه ګټوره نه ده.

په ځینو سیمو کې همدې پاڅون کوونکو شکایتونه کړي چې دولت یې لازم ملاتړ نه کوي. طالبانو بیا په نهرین کې وژل شوي کسان پولیس یاد کړي او ویلي دي چې درې پوستې یې هم ترې نیولي دي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تېرو درېیو اوونیو را پدیخوا د بغلان ګاونډي ولایت تخار په مرکز تالقانو او بهارک ولسوالیو کې له امنیتي ځواکونو سره سختي نښتې کړې.

دمګړۍ د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تالقانو ښار اړونده په بودله، شوره تو، موټرسوخته او ځینو نورو سیمو کې جګړه روانه ده.

سره له دې چې دا وروستیو کې بغلان کې د سیمې لاندې کولو لپاره د دولتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ سختې نښتې نه دي شوي، خو سیمه ییز چارواکي وايي امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو په موخه، طالبانو غلچکي بریدونه ډېر کړي دي.