په اچين کې د ناټو ځواکونو او پاڅونوالو ترمنځ نښته شوې

اچين

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي

راپورونه وايي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو او سیمه يیز پاڅونوالو ترمنځ نښته او ورپسې شوې بمبارۍ کې اته پاڅونوال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په کابل کې د ناټو ځواکونو په اچين کې نښته تاييد کړې او وايي د دوى غاړې ته یو امریکايي سرتېرى سربېرن ټپي شوی، خوپه دې اړه چې د نښتې بل لورى څوک و په دې اړه یې څه نه دي ويلي.

خو د ننګرهار رسنيز دفتر لیکلي، پېښه د غرمې دولس بجې په ياده سيمه کې شوې او ځايي پاڅونوالو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د لفظي شخړې وروسته ډزې شوي.

د اچين ولسوال اسماعيل شينواري بي بي سي ته وويل، دوی له پېښې خبر شوي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېرې په لاس کې نه لري.

په اچین کې دسیمه يیزو پولیسو یو قوماندان بلال پاچا وايي په پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

د ویډیو تشریح، د امریکا د زورور بم مرګ ژوبله

اخوا طالبان ادعا کوی چې برید د دوی د ارتباطي کسانو لخوا شوی چې په سیمه ييزو پولیسو کې ځای په ځای شوی وو.

په دې سیمه کې له تېرو دریوو کلونو راهيسې د داعیش ډله فعالیت لري.