فراه او غزني کې نښتې: افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان لوېدیځ ته فراه کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو برید کې ۳۰ ځايي پولیس او شپږ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د خاک سفید ولسوال جمعه خان خوستوال د بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې دا مرګ ژوبله پر خوست کلي د وسلوالو طالبانو څو ساعته برید کې اوښتې ده.
نوموړی وايي، په وژل شویو کې دوه ښځې او ماشومان هم دي.
د فراه دولایتي شورا مرستیال او سرپرست شاه محمود نعیمي هم دا برید تاییدوي او زیاتوي چې دې برید کې له دېرشو تر څلوېښتو ځايي پولیس وژل شوي دي.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر کې لیکلي چې دې برید کې یې دېرش کسان وژلي دي.
بل لور ته طالبان ادعا کوي چې د غزني د مالستان ولسوالي یې هم نیولې او هلته یې لسګونه افغان سرتېري وژل دي.
خو افغان حکومت د طالبانو دا ادعا ردوي، او ټینګار کوي چې غزني ته یې د تازمه دمه ځواکونو په لېږلو سره هلته طالبان په شا تمبولي دي.
د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې له تېرو لسو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه ده.
په وروستي ګام کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې سیمو کې د طالبانو د ځپلو لپاره د هوایي ځواکو کارولو امر کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا پرمختیا په داسې مهال ده چې تېره شپه هم وسلوالو طالبانو د فراه ښار پر څنډو-باغ نو او باغ پول- بریدونه کړي وو.
په دې سیمو کې- چې د فراه ښار دروازې بلل کېږي- د سلوالو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ څو ګړۍ درنه جګړه شوې ده.
د دې بریدونو کره مرګ ژوبله مالومه نه ده، خو فراه کې یو امنیتي چارواکی له نومښودنې پرته وايي، چې دې نښتو کې دوه سرتېري وژل شوي او درې بندي شوي دي.
خو طالبان وايي، دې بریدونو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو نوي سرتېري بندیان کړي دي.
کلابند فراه ښار

د عکس سرچینه، Getty Images
وسلوالو طالبانو تېره مۍ میاشت کې هم د څو ورځو لپاره د فراه ښار ځینې سیمې نیولې وې.
د فراه مرکز کې نن وضعیت ارام رپوټ شوی دی، خو ولایتي شورا یې حالت اندېښمنوونکی بولي.
دا شورا وايي، چې د تجهیزاتو کمښت او په خپل وخت د هوايي مرستې نه رسېدل د فراه وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي وايي، وسلوالو طالبانو د فراه مرکز له څو میاشتو راهیسې کلابند کړی دی.
د نوموړي په خبره، دې ډلې د فراه د مرکز او د هرات د شینډنډ ترمنځ پوځکوټونه له مخې لرې کړي دي او د فراه مرکز ته ازاده لاره لري.
ویل کېږي چې طالبانو د فراه مرکز او د ایران د پولې ترمنځ هم ټولې پوستې له منځ وړې دي او امنیتي ځواکونه ښار ته ټول شوي دي.









