"فراه کې د افغان پوځ لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې"

د افغانستان په فراه ولایت کې پشت کوه ولسوالۍ کې د افغان پوځ د لسګونو سرتېرو د مرګژوبلې خبره کېږي.
پشت کوه ولسوالۍ له ایران سره پوله کې پرته ده.
د پشت کوه ولسوال عبدالحکیم نوري د بي بي سي خبریال سید انور ته وویل، چې شل کسان طالبانو لاس ته ورغلي دي او له ۲۵ تر ۳۰ وژل شوي دي.
نوموړی ایران د وسلوالو طالبانو په ملاتړ تورنوي او وايي، پخوا یې هم له لوړ پوړو چارواکو غوښتي چې دې سرحدي سیمې ته سرتېري ډېر کړي.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت ویاند جاوېد احمد غفور په دغه سیمه کې د وسلوالو طالبانو برید مني، خو افغان سرتېرو ته اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه وايي.
خو د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي له بي بي سي سره خبرو کې منلې چې وسلوالو طالبانو له شلو ډېر سرتېري وژلي او له ۲۹ زیات یې له ځان سره وړي دي.
نوموړی دا هم وايي، چې ښایي د وسلوالو طالبانو نفوذي کسانو اول د سرتېرو منځ کې جګړه پیل کړې وي او وروسته د دې ډلې وسلوالو برید کړی وي.
وسلوالو طالبانو ویلي، چې له ۳۰ ډېر سرتېري یې وژلي او ۲۰ ډېر یې له ځان سره وړي دي.
د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه برید کې یې د افغان سرتېرو وسله هم ولجه کړې ده.
برید څنګه شوی؟

د پشت کوه ولسوال عبدالحکیم نوري د بي بي سي خبریال سید انور ته وویل، چې وسلوالو طالبانو د شپې یوولس بجې پر اول سرحدي کنډک برید پیلوي تر دوه دوه نیمو بجو دوام کوي. کنډک د طالبانو لاس ته ورځي.
"پوره شمېر مالوم نه دی چې بېګا دلته کنډک کې څو کسان و. پنځوس یا پنځه څلوېښت، خو ویلی شم چې شل کسان طالبانو لاس ته ورغلي دي او له ۲۵ تر ۳۰ وژل شوي دي".
نوموړی دا هم وايي، چې له څلور څلور نیم سوو وسله والو پر دغه کنډک برید کړی و، چې پرمختللې وسلې ور سره وې.
فراه د نیمروز او هرات په څېر له ایران سره پر پوله پرته ده او دا ولایت له ایران سره ۲۹۸ کیلومتره پوله لري.
د فراه ولسوال وايي، چې مخکې یې هم چارواکو ته ویلي چې دا سرحدي سیمه سیمه ده او یو کنډک یې د امنیت لپاره بسنه نه کوي.
"د دغه کنډک تجهیزات هم دومره نه دي چې دا سیمه وساتي".
د وسلوالو په ملاتړ ایران تورنول

د عکس سرچینه، .
د پشت کوه ولسوال عبدالحکیم نوري ایران ته هم لاس نیسي چې د وسلوالو په ملاتړ او سمبالولو کې لاس لري.
دلته دوی د ایران له خوا په وسلو سمبالېږي بیا رځي او بالخصوص په فراه کې دا شوم کارونه کوي.
د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي، که تازه دم سرتېري دې سیمې ته ونه لېږل شي، وېره ده چې له ایران سره د پولې اوږدو کې ناامني ډېره شي.
"له ایران سره زموږ پوله ده، دغه کنډک چې دا پوله ساتله له منځه لاړ، دا د افغانستان د خاورې لپاره ډېر مهم و. ځکه وسلوال مخالفان ایران ته د تمویل او تجهیز لپاره تلل دغه کنډک یې مخه نیوله".
تېرو دوو کلونو کې وسلوالو طالبانو دوه ځلې د دې ولایت مرکز هم نیولی و.
ټیګ اووه ورځې مخکې (د اکتوبر په۳۱ مه)د افغان هوايي ځواک چورلکه د خرابې هوا له کبله فراه کې وغورځېده چې د یوه جنرال په ګډون ۲۴ نور کسان پې ووژل.
د دې پېښې په وژل شویو کې د فراه ولایتي شورا مشر فرید بختور، د دې شوراغړې جمیله امیني، په لوېدیځ کې د ۲۰۶ ظفر قول اردو مرستیال نعمت الله خلیل او دوه پیلوټان هم شامل وو.








