'کندوز کې ځانمرګي برید ۶ امنیتي سرتیري وژلي'

کندز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شنبې پر ورځ هم کندز کې په یوه ځانمرګي برید کې د امنیتې قومندانۍ ویاند ووژل شو او پخپله د امنیتې قومندان ټپي شو

د کندوز ولایت سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د دې ولایت د ښار په سې درک سیمه کې د لویې لارې د پولیسو پر ټولي ځانمرګی برید شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې یوه ځانمرګي بریدګر د لویې لارې ټولي ته نږدې ځانته چاودنه ورکړې چې په پایله کې یې شپږ امنیتي سرتیري وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۵ ملکیان ټپیان دي.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي چې انتحاري بریدګر په داسې مهال ځان ته چاودنه ورکړه چې د دې ټولي پولیس د ډوډۍ خوړو په حال کې ول. د پېښې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی .

د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم په یوه جلا ماین چاودنه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ولسوال په ګډون څو نور چارواکي پکې ژوبل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکي وایي، طالبانو تېره شپه پر دشت ارچي ولسوالۍ برید کړی و، خو کله چې نن امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلل نو د طالبانو په پوسته کې ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد او مرګ ژوبله یې واړوله.

کندز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان چارواکي وایي، د کندز په جګړه کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ هم د دې ښار په مرکزي چوک کې د طالبانو له خوا ځانمرګی برید وشو چې د دغه ولایت امنیه قوماندان په ګډون یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې د دې پېښې مسوولیت هم طالبانو منلی و.

په هغه برید کې د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني هم ووژل شو.

وسله والو طالبانو دوره ورخې وړاندې له څلورو خواو د کندز پر ښار پر یو وخت برید وکړ او د څه مودې لپاره د ښار ځینو سیمو ته هم ننوتل. خو افغان امنیتي چارواکي وایي، دوی پر کندز د طالبانو بریدونه په شا وتمبول او دې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله ور واړوله.

افغان چارواکي وایي نن دوشنبه هم په کندز ښار او دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات روان دي او پکې ۸ تنه وسله وال وژل شوي دي.

وروسته د کندز د جګړې لمن تر پلخمري ښاره وغځېده او وروستي رپوټونه وایي چې پلخمري ته نږدې په حسین خېل او زمان خېل سیمو کې لا هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د بغلان نښتو کې ۶ افغان سرتېري او ۵۱ طالبان وژل شوي دي. خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په کندز او بغلان کې یې د افغان ځواکونو لسګونه پوستې نیولې دي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.