لغمان کې د هاوان مرمۍ د یوې کورنۍ ۵ غړي ووژل او ۶ ټپي کړل

د عکس سرچینه، Laghman Media Office
د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدو د يوې کورنۍ ۵ غړي وژلي او ۶ نور یې ژوبل کړي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، د هاوان دا مرمۍ تېر ماښام(یکشنبه) اووه بجې د الیشنګ ولسوالۍ د شمسه خېلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د ولسي وګړو په کور لګیدلې.
ښاغلي دولتزي بي بي سي ته وویل، پېښه کې د ۴ ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون د يوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د پېښې ژوبل د درملنې لپاره د مهترلام ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.
روغتيايي چارواکو د ژوبلو وضيعت ښه بللی دی.
د پېښې په اړه خپله وسله والو طالبانو تراوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
پر چاودنو او مخامخ جګړو سربېره مرمۍ هم ډېر کله د ولسي افغانانو ژوند اخلي چې حکومت او وسله والې ډلې يې تل د يو بل کار ګڼي.




