خلیلزاد: طالبانو سره د هوکړې له مخې به امریکا له پنځو پوځي اډو ووځي

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلیلزاد وایي، امریکایان په اصولو کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي دي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.

ښاغلي خلیلزاد په کابل کې له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه مرکه کې وویل، امریکایان او طالبانو د دوحې خبرو په ترڅ کې په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته رسېدلي دي.

خو نوموړي زیاته کړه، دا هوکړه به هله د پلې کېدو وړ وي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې هم وګوري او د هغه لخوا هم ومنل شي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، د ولسمشر ټرمپ له تائید وروسته به په راتلونکو څو ورځو کې د بین الافغاني ناستې لپاره ځای او نېڼه اعلان شي.

ده زیاته کړه، له هغو سیمو چې امریکایي پوځیان ووځي، هلته به جګړه کمه شي. خو ټینګار یې وکړ چې دا د کوم اوربند په معنی نه ده، او اروبند باید د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا برخه وي.

طلوع نیوز سره مرکه کې زلمي خلیلزاد وویل، امریکا له طالبانو سره خبرو کې یوه سره کرښه هم لري، او هغه دا چې هېڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې د "اسلامي امارت " تر نامه لاندې نظام رامنځته شي، او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د زور له لارې داسې وکړي.

خو ده ومنله چې دې هوکړې په متن کې یې طالبان ته د اسلامي امارت اصطلاح کارولې او دا ډلې یې په همدې نامه یاده کړې، خو روښانه یې کړه چې امریکا د افغانستان جمهوري حکومت په رسمیت پېژني او طالبانو ته د یوې ډلې په سترګه ګوري.

زلمی خلیلزاد کابل ته له رسېدو وروسته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او په دوحه کې یې د امریکایي پلاوي او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د روانو خبرو د نهم پړاو په اړه جزئیات ورکړي‌.‌

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، ښاغلي خلیلزاد د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د احتمالي هوکړه لیک متن له افغان حکومت سره شریک کړی دی.

د ولسمشر ویاند وویل، افغان حکومت به دا متن لولي او ارزوي به یې، او له هغه وروسته به یې په اړه خپل دریځ له امریکایانو سره شریک کړي.

خلیلز

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، خلیلزاد نن دوشنبه کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره ناسته درلوده

زلمي ښاغلي‌ خلیلزاد نن دوشنبه له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم ناسته درلوده او د سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

داسې هم ویل کېږي چې نوموړی به په کابل کې له لیدنو کتنو وروسته اسلام اباد ته ځي او له پاکستاني چارواکو سره به د سولې د روان بهیر وروستۍ خبرې شریکوي.

د ځینو پاکستانیو رسنیو په وینا ښاغلی خلیلزاد به له اسلام اباد وروسته بروکسل ته سفر کوي‌ او د ناټو هېوادونو له استازو سره به د افغان سولې په اړه وروستي جزئیات شریکوي.‌

په دوحه کې د امریکایي پلاوي‌ او طالب استازو ترمنځ د خپلمنځي خبرو نهم پړاو پرون یکشنبه پای ته ورسېد.

د خبرو له دې پړاو وړاندې هم طالبانو او هم امریکایانو ډاډ ښودلی و چې دا به د دوی ترمنځ د خبرو وروستی پړاو وي او هیله یې درلوده چې خپلو منځو کې به یوې هوکړې ته سره ورسېږي.

خو د دوی د څرګندونو برعکس دا ځل هم د دوحې خبرې په کومې هوکړې ختمې نه شوې او تمه کېږي‌ چې لسم پړاو به هم ترسره کېږي.‌

زلمی

د عکس سرچینه، ZALMAY KHALILZAD TWITTER

د عکس تشریح، پاکستانۍ رسنۍ وايي، خلیلزاد له کابل وروسته اسلام اباد ته ځي. انځور پخوانی دی.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دا ځل خبرې بریالۍ وې، خو هېره دې نه وي‌ چې طالبانو تر دې دمه له امریکایانو سره د خبرو ډېری پړاوونه بریالي بللي دي.‌

د نهم پړاو خبرو کې یوه د پام وړ خبره دا وه چې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ځینو ناستو کې پخپله ګډون درلود.‌

یو مهال دواړو خواو بي بي سي ته ومنله چې د هوکړې پر وروستي‌ متن سره سلا شوي‌ دي او اوس د متن پښتو،‌ دري او انګلیسي بڼې له یو بل سره پرتله کېږي.‌

خو د تمې برعکس خبرې درې ورځې نورې هم وغځېدې او کوم هوکړه لیک هم رامخې ته نشو.

داسې تمه کېږي چې د طالبانو او امریکایانو له خپلمنځي هوکړې وروسته به بین الافغاني خبرو ته لار هواره شي،‌ چې پکې د افغان حکومت استازي او عام افغانان به مخامخ له طالبانو سره خبرو ته کېني او د افغانستان پر راتلونکي به خبرې کوي.‌