سرچینې: طالبان او امریکایان د خپلمنځي هوکړې پر متن سلا شول

په دوحه کې سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې افغان طالبان او امریکایی پلاوی د سولې خبرو په لړ کې د خپلمنځۍ هوکړې پر متن سره سلا شوي دي. تر دې دمه طالبانو او یا هم امریکایي پلاوي پخپله د دې خبرې پخلی نه دی کړی، خو پخوا دواړو خواو ویلي وو چې دا ځل د یوې هوکړې شونتیا ډېره ده.
د هوکړې پر متن سلا کېدل په دې معنی هم نه ده چې ګواکې د دواړو غاړو ترمنځ د نهم پړاو خبرې پای ته ورسېدې، او داسې شونتیا شته چې دوی چارشنبه هم خبرو ته دوام ورکړي.
خو سرچینو په دوحه کې د بي بي سي خبریال حسیب عمار ته ویلي، دواړه خواوې اوس د هوکړي انګلیسي، پښتو او دري متنونه سره پرتله کوي چې نیمګړتیاوې او توپیرونه پکې ختم کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بي بي سي ته وویل، دی به د چارشنبې پر ورځ کابل ته روانېږي. تمه کېږي چې دی به له طالبانو سره د خپلمنځي هوکړې متن له افغان حکومت سره شریک کړي.
د دې خبرو د نهم پړاو په پیل کې هم دواړو خواو داسې اشارې کړې وې چې ګواکې دا ځل به دوی په خپلو منځو کې یوې وروستۍ هوکړې ته سره ورسېږدي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تمه کېږي چې له طالبانو سره تر خپلمنځي هوکړې وروسته به امریکایان له افغان حکومت سره د هوکړې جزئیات شریکوي، او له هغه وروسته به بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
په دې خبرو کې به وسله وال طالبان د افغان حکومت له استازو او نورو افغانانو سره مخامخ کېنې او د افغانستان پر راتلونکي به سره خپلو منځو کې خبرې کوي.
بل لورته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره تر هوکړې وروسته به هم امریکا د افغان ځواکونو دفاع کوي.
زلمي خلیلزاد دوه ورځې وړاندې وویل، د رویټرز خبري اژانس هغه راپور رښتیا نه دی چې وايي د "دوو ناپېژندل شوو طالب قومندانانو په حواله یې ادعا کړې چې موږ به د توافق د یوې برخې په توګه د افغان ځواکونو ملاتړ ودروو. رښتیا نده!".
په قطر کې د دغو خبرو د پوښښ لپاره د بي سي سي ورغلی خبریال وايي، د خبرو دواړو مرچیانو (طالبانو او امریکایانو) ځینې پاڼې یو بل ته ورکولې چې غالباً د هوکړې پاڼې به وې او خپلو کې یې بحث ورباندې کاوه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
بل خوا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي کابل کې پرون خبري غونډې ته وویل، دا چې خبرې لا هم روانې دي، افغان حکومت ته د دې خبرو له بهیر پوره خبر نه دی ور کړل شوی.
خو زیاتوي، که دواړه لوري کومې پرېکړې ته رسېږي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد افغان حکومت په رسمي ډول خبروي:
"اوس هغوی په خبرو بوخت دی، کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، موږ وضعیت له نږدې څارو او باوري یو که ښاغلی خلیلزاد او ډله یې کومې پایلې ته رسېږي، د هوکړه لیک له اعلان مخکې افغان حکومت په رسمي ډول خبرول کېږي."
د ښاغلي صدیقي په وینا، د افغان حکومت او ولس لویه هیله دا ده چې دا خبرې جګړې ته پای ټکی کېږدي.

د عکس سرچینه، GMIC AFGHANISTAN
د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه
تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.
لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.
دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.
درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.
څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.
پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.
شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.
اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.
اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.
نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو، چې تر ننه (سې شنبې، اګسټ ۲۷) پورې دوام لري.









