د کابل موټر بم چاودنه کې ۱۴ وژل شوي ۱۴۵ ټپیان دي

کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، طالبانو ویلي، د موټربم چاودنې هدف یې شپږمه حوزه کې د جذب او جلب مرکز و

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات وايي، د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې پر نظام قراول موټربم چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ژوبل دي.

د وژل شویو په ډله کې لس یې ملکیان او څلور یې نظامیان دي. دی وايي، په ژوبل شویو کې ۹۲ کسان ملکیان او پاتې نظامیان دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د چاودنې ځای ته څېرمه حربي ښوونځی هم شته او د چاودنې پرمهال د خلکو او لارویو ډېره ګڼه ګوڼه وه.

له چاودېدونکو توکو ډک موټر د شپږمې امنیتي حوزې د نظام قراول امریت په نښه کړی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار هم ویلي، ډېری لېږدول شوي ټپیان ولسي وګړي دي او ښځې او ماشومان هم په کې شته.

کابل
د عکس تشریح، د پېښې د سیمې نقشه

د چاودنې غږ د ښار لیرې برخو کې هم اورېدل شوی او د ځینو کورونو ښیښې یې هم ماتې کړي دي.

د تېرې شپې د عملیاتو او سهارنۍ چاودنې له کبله کابل ښار کې نور امنیتي ځواکونه ګومارل شوي او د ښار پر ډېری سړکونو د ترافیکو ډېره ګڼه ګوڼه ده.

د برید مسؤولیت وسله طالبانو منلی. ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي، د برید هدف یې شپږمه امنیتي حوزه کې د جلب او جذب مرکز و.

'بغلان کې ځانمرګي بریدګر وژل شوي'

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي، بغلان ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته له رسېدا مخکې وژلي او یو بل یې ژوندی نیولی.

ښاغلی فواد وايي، دغو ځانمرګو بریدګرو غوښتل له چاودېدونکو توکو یو ډک هاموې موټر خپل هدف ته له رسېدو سره وچووي.

کابل کې درې ځایه شپني عملیات

کابل ښار کې چاودنه

د عکس سرچینه، Hameedullah

د عکس تشریح، طالبانو ویلي، د موټربم چاودنې هدف یې شپږمه حوزه کې د جذب او جلب مرکز و

د افغانستان ملي امنیت وايي، تېره شپه یې کابل ښار کې درېیو سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي. ددغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې د مخالفانو یو لوی پټنځی له منځه تللی.

د تېرې شپې د عملیاتو یوه سیمه د کابل ختیځ بګرامي سیمه ده، د کابل ښار شمال لوېدیځ خیرخانه کې هم عملیات شوي.

د عملیاتو درېیمه سیمه نه ده په ډاګه شوې. ددغو دوو سیمو اوسېدونکو ویلي، کرۍ شپه د سپکو او درو وسلو غږونه اورېدل کېدل.

د ملي امنیت ادارې د یادو پېښو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو وايي په یوه سیمه کې عملیات پای ته رسېدلي او په دویمه هغه کې لاهم دوام لري.

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د زرغون خوځښت پر دفتر د برید مسؤولیت هېڅ کومې ډلې نه و منلی

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ښکاري چې اورپکو په دوو کورونو کې ځانونه پټ کړي وو.

تېره ورځ (سې شنبه، اګسټ شپږمه) له نشه یي توکو سره د مبارزې پنځه افغان کارکوونکي د کابل ۱۱ مه ناحیه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې وژل ووژل شول.

او د تېرې جولای میاشتې پر ۲۸مه/زمری شپږمه) کابل ښار کې د زرغون خوځښت پر دفتر برید کې ۲۰ کسان وژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

د ۲۰۱۷ کال د مارچ پر لومړۍ هم د کابل ښار په شپږمه او ۱۲مو حوزو کې پر دوو امنیتي ادارو ځانمرګي بمي بریدونه شوي وو چې ۱۶ کسان یې وژلي او ۵۵ نور یې ټپیان کړي وو.