کابل کې ماین چاودنې د کورنیو چارو وزارت ۵ مامورین وژلي

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/Getty Images
له نشه یي توکو سره د مبارزې پنځه افغان کارکوونکي د کابل ۱۱ مه ناحیه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، دا بم په یوه بایسکل کی ځای پر ځای شوی و چې د معینیت د کارکوونکو د سپرلي موټر د تېریدو پر مهال وچاودید.
په دې چاودنه کې له نشه یې توکو سره د مبارزې د معینیت ۷ نور کارکوونکي ټپیان شوي دي.
تر دې دمه کومې ډلې د دغې پیښې مسوولیت نه دی منلی.
له دې مخکې د تېرې جولای وروستیو کې د پلازمېنې ملي بس څلور لارې ته څېرمه د کانونو او پیټرولیم وزارت د کارکوونکو پر لېږدوونکي کاسټر ځانمرګی برید شوی و.
د کورنیو چارو وزارت په وینا له هغه برید لږ وروسته د کابل ډسپیچري سیمه کې هم یو چاودنه شوې وه، چې د چارواکو په وینا هغو چاودنو کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي وو.
د طالبانو یوه ویناند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه ویناپاڼه کې ویلي و، د کابل ډسپیچري کې یې یوه بریدګر د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان ځانمرګی برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده، خو د طالبانو په وینا د کانونو وزارت پر کاسټر برید او چاودنه په طالبانو پورې اړه نه لري.
پلازمېنه کابل کې له دې مخکې هم د دولتي ادارو د کارکوونکو پر لېږدونکو وسایطو بریدونه شوي، چې تر ډېره یې مسوولیت څوک نه مني.








