ارګ: په ټاکنو کې ګډون د افغانانو قانوني او شرعي حق دی

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانان حق لري چې په ټاکنو کې د ګډون له لارې خپل مشرتابه وټاکي، او هېڅوک یې له دې چارې منع کولی نشي. تر دې وړاندې وسله والو طالبانو سه شنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان راتلونکو ولسمشریز ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی و
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې دا ټاکنې "خلکو سترګو ته د خاورو شیندل او د عامه ذهنیت تېر ایستل" بللي او وايي د "ټاکنیز بهیر د بهرنیانو په اختیار کې دی".
دې ډلې پر عامو خلکو غږ کړی چې د ټاکنو بهیر او د نوماندانو په غونډو او تبلیغاتي کمپاینونو کې له ګډون کولو ډډه وکړي او د ممکنه بریدونو له ګواښه ځانونه لیرې وساتي.
خو ارګ دا طالبانو دا ادعا او ګواښ رد کړي او وایي، د ټاکنو د بودجې لویه برخه افغان حکومت ورکوي او چارې به یې هم افغانان پر مخ وړي.
د ارګ اعلامیه کې راغلي، د افغانستان امنیتي ځواکونه د دې ټاکنو امنیت ساتلو ته چمتو دي او هېچا ته به اجازه ورکړي چې دا بهیر ګډوډ او خلک په ټاکنو کې له ګډونه منع کړي.
په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پوره چمتوووالی لري.
دغه کمېسیون له مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو سره په ګډه ناسته کې ټینګار کړی چې د راتلونکو ټاکنو د نه ترسره کېدو هېڅ مانع نه شته.
'تر سولې وړاندې باید ټاکنې ونه شي'

تېره ورځ په کابل کې یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو وویل، له سولې وړاندې باید د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره نه شي. خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر وخت د ولسمشرۍ ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی.
د افغانستان د خلاصون لارې شورا چې ډېر د طالبانو پخواني غړي یې غړیتوب لري، د افغانستان حکومت تورن کړ چې د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو سره د سولې بهیر مخه ډب کوي. دوی وايي چې په قطر کې د افغان سولې په تړاو خبرې ښې مخته روانې دي .
دغه غړي زیاتوي د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره حکومت او طالبانو ته پکار ده چې خپل دریځونه نرم کړي.
خو بله خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کوي چې سوله او ټاکنې یو د بل بشپړوونکي بهیرونه دي او ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان مخکینې ولسمشر حامد کرزي هم د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو سره مخالف ښودلی و.

د عکس سرچینه، Facebook
خو ولسمشر غني تېره دوشنبه (اګسټ پنځمه) یو ځل بیا په یوه ټاکنیزه غونډه کې د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار وکړ.
نوموړي ورټولو شویو کسانو ته وویل: "بد غوښتونکي به هر څه درته ووایي. تر دې چې ټاکنې نه ترسره کېږي. خو تاسې ووايئ چې ټاکنې خامخا کېږي، سل په سله ترسره کېږي. دا یوه ملي اراده ده".
په ورته وخت کې د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د مذاکره کوونکې ډلې پنځلس کسیزه نوملړ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي. پلان کې ده چې دا پلاوی د امریکا او طالبانو تر خپلمنځي هوکړې وروسته له طالبانو سره خبرې وکړي.
په دغه نوملړ کې د عبدالسلام رحیمي، همایون جریر، ثریا دلیل، لطف الله نجفي زاده، شهرزاد اکبر، حبیبه سرابي، رنگین دادفر سپنتا، متین بیک، عبدالحفیظ منصور، نادر نادري، شینکۍ کړوخېل، عطاالله لودین، ضیاالحق امرخیل، غیرت بهیر او فوزیه کوفي نومونه راغلي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه پنځلس کسیزه نوملړ په تړاو څه نه وايي، خو ارګ ته نږدې سرچینې یې مني چې له دغه نومونو ډېر یې په نوملړ کې شته.
قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې
طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ داسې مهال کړی، چې تېره ورځ د دوی او امریکايي استازو ترمنځ په قطر کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو د پرېکون پر سر اختلاف ختم شو او اوس د هوکړې د پلې کولو پر میکانېزم خبرې روانې دي.
قطر کې د افغان سولې خبرو ته نژدې یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ، بین الافغاني خبرې به هم د وروستۍ هوکړې برخه وي او امریکایان ټینګار کوي چې له هوکړې سملاسي وروسته به دا خبرې پیلېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سرچینې بي بي سي ته ویلي، کله چې هوکړه وشوه نو رسمي اعلان به کېږي او د لاسلیک مراسم به یې ترسره کېږي، خو لا مالومه نه ده دا مراسم به کوم هېواد کې ترسره شي.
روانو خبرو ته نږدې یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، طالبان پر دې ټینګار کوي چې د هوکړې د لاسلیکېدو پر وخت چین او روسیه باید د شاهدانو په توګه موجود وي.
دا سرچینه زیاتوي، د هوکړې له مخې باید هر بهرنی پوځي او ان د دوی قراردادیان هم له افغانستانه ووځي.
که څه هم د دواړو خواو ترمنځ د اتم پړاو خبرې لا هم روانې دي خو ګومان نه کېږي چې له لوی اختر وړاندې به کومه هوکړه یا جوړجاړی اعلان شي.









