ارګ له سپينې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ددې هېواد په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو وضاحت غوښتی دی.
په یوه خبرپاڼه کې ارګ ویلي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوو همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټنه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهور رئیس ټرمپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي."
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ددې هېواد په اړه د امریکا د ولسمشر ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت یا دولتونو یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی.
تېره ورځ (دوشنبه د چنګاښ ۳۱) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ناسته کې خبریالانو ته وویل، که دی وغواړي نو د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ختمولی شي او د دې کار لپاره دی په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی شي، خو نه غواړي چې داسې وکړي.
نوموړي وویل، له پاکستان او نورو هېوادونو سره پر دې کار کوي چې څرنګه امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، ځکه امریکا نور نه غواړي چې په سیمه کې د پولیسو رول ولوبوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا سره د افغان دولت شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی.
د ارګ په خبره افغان دولت د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوي، خو ددې هېواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدای.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
ارګ ویلي، افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.
ارګ زیاته کړې چې د دې مسالې اړوند تحولات به په دوامداره توګه د افغانستان ازادو خلکو سره شریک کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، له عمران خان سره د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې افغان جګړه هېڅ نظامي حل لار نه لري او په وینا یې دا جګړه باید د سیاسي جوړجاړي له لارې هواره شي.
خواله رسنیو کې غبرګونونه
د خواله رسنیو افغان کاروونکو او ځینو مخکنیو افغان چارواکو هم د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته غبرګونونه ښودلي.
د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په تړاو د ټرمپ څرګندونې په سختو ټکو غندلې او وايي چې د افغانانو پر وړاندې دا د ټرمپ په ذهن کې د پټ فکر څرګندونه کوي چې هېڅ "انساني کرامت او انساني ژوند" ته درناوی نه لري.
د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال په خپل ټویټر لیکلي: "چنګیز او له هغه څخه مخکې او وروسته یرغلګر هم په همدې نیت راغلل او لاړل مګر دا هېواد لا هم ځلېږي لکه ستوری په آسمان! خو ستا خبرې ډالۍ هغو ته چې د بمونو د مور په ګډون یې پر خپلو کلیو ستاسې د هرې نوې وسلې د امتحان هرکلی وکړ او لایې کوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
ټویټر کاروونکي ذاکر جلالي لیکلي: "د عمران خان او ټرمپ خبرې مې واورېدې. ټرمپ افغان حکومت ته څه پرېښودل؟! د ډاکټر غني له خوا د پاکستان انزوا همدا وه چې نن د ده ستراتيژيک متحد له عمران خان سره د ده پر برخليک غږېږي!"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
فیسبوک کاروونکي حکمت سیال لیکلي چې "د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو نه یو شمېر سیاسون غلطه استفاده کوي."
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د ټرمپ مخکېنۍ لانجمنې څرګندونې

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو کسانو ته ښایي د امریکا په څېر د یوه هېواد د ولسمشر دا ډول څرګندونې د دیپلوماتیکو نورمونو خلاف ښکاره شي، خو دا لومړی ځل نه دی چې نوموړی د یو بل هېواد په اړه دا ډول ژبه کاروي.
همدا تېره مې میاشت کې ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ کې ایران ته خبرداری ورکړ چې که تهران واشنګټن او ګټو ته یې زیان ورسوي، دا به د تهران د ویجاړۍ په مانا وي.
د تېر ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې هم ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو، ایران به له داسې عواقبو سره مخ شي چې تاریخ کې به پخوا هېڅکله نه وي لیدل شوي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمشریزې ته په خپله لومړۍ وینا کې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا له منځه وړلو ګواښ هم کړی و.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه مهال په تالار کې ناستو نړیوالو مشرانو د ده خبرې په حیرانۍ اورېدلې او ځینو د ناخوښۍ څرګندونه هم کوله. ولسمشر ټرمپ څو ځله نور هم شمالي کوریا ته سخت او مخامخ ګواښونه کړي دي.
تېره ورځ هم ټرمپ د پاکستان پر پوځ تور پورې کړ چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې لپاره یې له امریکا نه د کال یو اعشاریه درې ملیارده ډالره مالي مرسته اخیسته، خو په اصل کې یې د امریکا پر ضد کار کاوه.
جالبه دا وه چې نوموړي دا خبره د لومړي وزیر عمران په مخ کې وکړه، او تر دې هم جالبه دا ده چې په دې رسمي سفر کې له عمران خان سره د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوا هم ملګری دی.
همدا څو ورځې وړاندې هم نوموړي د برتانیا د لومړۍ وزیرې تیریزا می په اړه پر ټوېټر ولیکل چې باید له اروپایي ټولنې د وتلو لپاره یې د ده مشوره منلې وای. خو ویې نه منله او ځکه اوس لار ترېنه ورکه ده.
ولسمشر ټرمپ څو څو ځل د لندن له مسلمان ښاروال صدیق خان ته هم پر خپله ټوېټر پاڼه سپکاوی کړی او تور یې لګولی چې هغه خپله دنده په سمه توګه نشي ترسره کولی.

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency
په کور د ننه هم ښاغلی ټرمپ ډېری وخت پر خپلو سیاسي مخالفینو او د جمهوریت پالو ګوند پر مهمو غړو سخت لفظي بریدونه او نیوکې کوي.
سیاسي شنونکي د ولسمشر ټرمپ پر دا ډول غیر دیپلوماتیکه ژبه سره ویشلي دي. ځینې په دې باور دي چې نوموړی هېڅ ډول سیاسي او دیپلوماتیک نورمونه په پام کې نه نیسي، او دا چلند امریکا ته سیاسي سرخوږی جوړولی شي.
خو د نوموړي پلویان بیا ټینګار کوي چې دی سپینه خبره کوي او د امریکا دښمنانو سره په هغه ژبه خبرې کوي چې باید وررسره وشي.
هېره دې نه وي چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش، د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن او پخواني سناتور جان مک کېن هم په بېلابېلو وختونو کې د نورو هېوادونو په اړه ورته ژبه کارولې ده.








