ورځپاڼې: عمران خان د سعودي شهزاده په سفارش واشنګټن ته بلل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې امريکا ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان سفر ته کتنه کړې او وايي دا سفر وروسته له هغې شونى شو چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د ټرمپ له زوم جارېد کوشنر سره خپل شخصي اړيکي وکارول چې په پايله کې يې ښاغلي خان ته سپينې ماڼۍ ته د تلو بلنه ورکړل شوه. ورځپاڼه وايي ښاغلي خان له محمد بن سلمان مننه کړې.
ورځپاڼه وايي عمران خان سره د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوا هم مل دى او ټاکل شوې دوى هڅه وکړي چې واشنگټن له دوی سره خپلې مرستې او همکاري بيا له سره پيل کړي.
ورځپاڼه وايي د محمد بن سلمان سربېره بل هغه کس چې د دغه سفر شوني کېدو کې يې مرسته کړې سناتور لېندزي گراهم دى چې جنوري کې يې پاکستان ته سفر کړى و او د افغانستان او سيمې په تړاو د عمران خان ليد لوري اغېزمن کړى و.
ورځپاڼې د ښاغلي گراهم دا وينا هم راخيستې چې ويلي و د عمران خان او ټرمپ شخصيتونه سره ورته دي او دوى به سره ښه جوړ شي.
هندوستان ټايمز هم امريکا ته د پاکستان د لومړي وزير سفر ته کتنه کړې او وايي امريکايي چارواکي به د دغه سفر پر مها ل پر عمران خان فشار راولي چې پاکستان دې افغان سوله کې مرسته وکړي.
هندوستان ټايمز د يوه امريکايي چارواکي په وينا ليکلي چې عمران خان ته ښايي وويل شي که پاکستان د ترهگر ۍ پر وړاندې خپلې تگلارې بدلې کړي نو امريکا سره د اړيکو ښه کېدو او تلپاتې همکارۍ لپاره ورونه پرانيستي دي.
بريتانوۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼې هورمز تنگي کې د ايران انقلابي گارډ له لوري د يوې بريتانوۍ بېړۍ نيول کېدو په تړاو خپاره کړي يوه مطلب کې ويلي چې ټاکل شوې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جېريمې هنټ نن يکشنبه د ايران پر وړاندې د ډيپلوماتيکو او اقتصادي تدبيرونو د يوې ټولگې اعلان وکړي او په دې کې د شتمنيو کنگلېدل هم راځي.
ورځپاڼه وايي دا د بريتانيا د بېړۍ نيول کېدو لپاره ايرانيانو ته يو ځواب دى. ورځپاڼې په باور بريتانيا همداراز کولاى شي اروپايي ټولنه او ملگري ملتونه دې ته وهڅوي چې پر ايران هغه بنديزونه بېرته ولگوي چې ٢٠١٦ م کال کې له دغه هېواد سره د اټومي تړون له لاسليکېدو وروسته لېرې کړل شول.

د عکس سرچینه، NICO KEMPS
د بنديزونو د لېرې کېدو له امله ايران خپلو ميلياردونو کنگل شويو ډالرو ته لاسرسى وموند او په نړيوال ډگر کې د ايراني تيلو پېر او پلور ته اجازه ورکړل شوه.
گلف نيوز وايي د امازون ستر سوداگریيز شرکت پر وېبپاڼې يوه تخنيکي ستونزه لامل شوه چې پېرودونکي د يوه ليلام په ترڅ کې د کمرې لېنزونه چې لسگونه زره ډالره يې بيه وه په نژدې سلو ډالرو وپېري.
يوه پېرودونکي ويلي د کنن کمرې ٨٠٠ ملي متريزه لېنز يې چې اصلي بيه يې ١٣ زره ډالره ده په ٩٤ ډالرو وپېره.
يوه بل بيا د زرو ډالرو کمره په ١٠٠ ډالرو پېرلې. امازون تېروتنې منلې او توکي يې پېرودونکو ته استولي دي.
دا پېرودنې وروسته له هغه پيل شوې چې يوه پېرودونکي پام يوې سوني کمرې لېنز ته واوښت چې ارزښت يې ٥٥٠ ډالر و خو ورباندې څه د پاسه ٩٤ ډالر بيه اېښوول شوې وه هغه دا خبره د سلېک ډيل په نامه پر يوې وېبپاڼې شريک کړ چې گډونوال يې په بازارونو کې د تخفيفونو خبرونه شريکوي.
دا خبره په پراخه کچه شريکه شوه او خلکو دا لېنزونه وپېرل.









