ایران "د سي ای اې جاسوسان" په اعدام محکوم کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
ایراني چارواکو اعلان کړی چې ۱۷ کسان یې د امریکا استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) ته د جاسوسۍ په تور نیولي او ځینې یې په اعدام محکوم کړي دي. د ایران د استخباراتو وزارت وایي، دې کسانو د دفاع او اتومۍ انرژۍ په ګډون د حساسو ادارو په اړه مالومات راټولول.
خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران دا ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې نیول شویو کسانو د امریکا لپاره جاسوسي کوله.
ایران د دوشنبې پر ورځ پر دولتي رسنیو د دې کسانو د نیول کېدو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې دا کسان د ۱۲ میاشتو په موده کې نیول شوي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي اړیکې په دې وروستیو کې تاوجنې شوې دي او په سیمه کې یې پر امنیتي وضعیت هم اغېز کړی دی.
ولسمشر ټرمپ تېر کال له هغه تړونه لاس پر سر شو چې ایران د خپلې اټومي پروګرام په اړه له نړیوالې ټولنې سره لاسلیک کړی و.
له دې ګام وروسته امریکا پر ایران یو ځل بیا سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:
"هغه رپوټونه ټول ناسم دي چې ګواکې ایران د سي ای اې جاسوسان نیولي دي. هېڅ رښتیا پکې نشته. مذهبي رژیم یوازې درواغ او پروپاګند خپروي، ځکه له ناکامۍ سره مخ دی او نه پوهېږي چې څه وکړي. د دوی اقتصاد ختم دی او نور به هم خراب شي. ایران کې سخته ګډوډي ده".
دا اعلان په داسې وخت کېږي چې همدا تېره جمعه ایران د خلیج په اوبو کې یوه برتانوۍ تېل لېږدوونکې بېړۍ ونیوله.
تېره میاشت ایران د هرمز پر تنګي د امریکا یوه څارګره ډرون الوتکه هم په دې وویشته چې ګواکې د ایران هوایي حریم ته ننوتلې وه.
خو امریکا هغه پېښه وغندله او ټینګار یې کاوه چې ډرون الوتکه یې پر نړیوالو سمندري حدونو ګرځېده.
واشنګټن پر تهران دا تور هم لګوي چې په می او جون میاشتو کې یې د عمان په خلیج کې د تېلو پر دوو ټانکرو بریدونه کړي، خو ایران دا تورونه ردوي.










