د ایران اټومي تړون په اړه د درې اروپايي هېوادونو اندېښنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د برتانيا ، فرانسې او جرمني مشرانو داسې مهال د ايران اټومي پروگرام په اړه د خبرو يوه گډه غوښتنه کړې، چې د واشنگټن او تهران ترمنځ ترينگلتيا لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د برتانيا لومړۍ وزيره تيرزا مې، د فرانسي ولسمشر ايمانوئل مکغون او د جرمني صدراعظمې انگلا مرکيل ويلي دوى انديښمن دي چې له ايران سره نړيوال تړون ښايي لا پسي جنجالي شي.
تيره ورځ (یکشنبه چنګاښ ۲۳) له ایران سره د اټومي تړون د څلورمې کلیزې پر ورځ درې اروپايي هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې د تړون خواوې دې د خپلو اقداماتو پایلې دې په پام کې ونیسي.
"خطر دومره دی چې د تړون ټولې خواوې باید یوه شېبه فکر وکړي او د خپلو ګامونو احتمالي پایلې دې په پام کې ونیسي."
دا بیانیه زیاتوي: "موږ په دې باور یو چې د مسوولانه ګامونو پورته کولو، د ناندریو راکمولو لپاره د لارو موندلو او د خبرو بیا پیلولو وخت را رسیدلی."
له ایران سره د امریکا د ۲۰۱۵ کال تړون کې دغو درې اروپايي هېوادونو مهمه ونډه درلوده خو له دې تړونه د امریکا له وتلو وروسته او پر ایران د بندیزونو بیا لګولو سره، ددې تړون دوام تر پخوا ډېر له شک سره مخ شو.
ددې ترینګلتیا په پایله کې ایران وویل له هغې کچې زیات یورانیوم یې غني کړي چې په دې هوکړه کې اجازه ورکړل شوې. د اتومي انرژۍ نړیوالې ټولنې هم تایید کړې چې ایران له شوې هوکړې سرغړونه کړې.
برتانیا ، فرانسې او جرمني په ګډ بیان کې اندیښنه ښودلې چې ددې خطر شته چې د امریکا د افتصادي فشار له امله دا هوکړه له منځه ولاړه شي او د ایران دې پریکړې ته هم اندیښمن دي چې د هوکړې له تر ټولو مهمو پریکړو سر غړونه وکړي. درې واړو هېوادونو په ایران غږ کړی خپله وروستۍ پریکړه بېرته واخلي.

د عکس سرچینه، EPA/CHRISTOPHE PETIT TESSON
خو د ایران ولسمشر وايي هېواد یې خبرو ته چمتو دی.
حسن روحاني په یوه وینا کې ویلي یو ځواکمن هېواد چې له زوره کار اخلي باید مقابله یې وشي چې له زوره لاس واخلي.
"موږ تل خبرو ته چمتو یو، همدا اوس همدا شیبه، تاسې له تېري لاس واخلي، له بندیزونو لاس واخلي، خبرو ته راشئ، د عدالت او منطق لاره خپله کړئ موږ چمتو یو."
د ایران ولسمشر ګواښ کړی اوس صبر نه کوي او د امریکا د هر اقدام په مقابل کې به یو ګام پورته کوي، که مقابل لوری هوکړې ته ژمن پاتې شي ایران به هم ورته ژمن پاتې شي او که ژمنتیا نه وي نو ایران هم دې هوکړې ته ژمن نه شي پاتې کېدای.








