"ټولې دولتي ادارې به د کابل ښار له مرکزه بهر ایستل کېږي"

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ولسمشر غني وایي، تر ښایسته ودانیو دا مهمه ده چې دولت خلکو ته کار وکړي

افغان ولسمشر اشرف غني نن د کابل په دارلامان سیمه کې د نوي اداري کمپلکس د بنسټ ډبره کیښوده. د دې کمپلکس په جوړېدو سره به ټولې دولتي ادارې په یو ځای کې سره راټول شي. دغه دولتي کمپلسک د وزارتونو په ګډون د ۲۷ ادارو لپاره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په لګښت جوړېږي.

د ۲۷ دولتي اداراتو لپاره په سل هکتار ځمکه کې د دارلامان د اداري کمپلکس ډبره نن د ولسمشر اشرف غني لخوا کیښودل شوه. ورپسې د هر اداری مشر د خپل د وزارت یا اداری ډبره کیښودله.

ولسمشر غني هلته راټولو چارواکو او خبریالانو ته وویل، له دې کمپلکس سره به ټولې دولتې ادارې د کابل ښار له مرکزه بهر ایستل کېږي.

ولسمشر غني زیاته کړه، دا مهمه نه ده چې دولتي ادارې دې ښایسته ودانۍ ولري. بلکې مهمه دا ده چې په دې ودانیو کې سمه حکومتولي وشي او خلکو ته خدمت وشي.

افغانستان

د عکس سرچینه، MUDLAFG

د عکس تشریح، دا په نوي بڼه جوړېدونکې د مالیې وزارت نقشه ده.

دغه اداري کمپلکس د دارلامان ماڼۍ او ولسي جرګې ودانۍ ته نږدې په دوو فېزونو کې جوړېږي.

لومړی فېز به یې د مالیې، اقتصاد، ښار جوړونې، د کانونو او پترولیم وزارتونو په ګډون د ۱۶ وزارتونو، اتو خپلواکو ادارو او د افغانستان مرکزي، پښتني او افغان ملي بانکونو لپاره وي.

د دارالامان د اداري کمپلکس رئیس احمد شکیب رافع وایي، دویم فېز به یې ۱۴ نورو دولتي اداراتو ته ځانګړی شي. د هغه په وينا په دې کمپلکس کې شنو ساحو، د موټر درولو، جوماتونو او رستورانونو ته هم ځای په پام کې نیول شوی دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، MUDLAFG

د عکس تشریح، ټاکل شوې ده تر ۲۰ کلونو پورې ۲۷ حکومتي بنسټونه نوي کمپلکس ته ولېږدېږي.

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکې وزارت د مسوولینو په خبره د دغه کمپلکس ډیزاین نړیوالو معیارونو سره برابر د یوه لبناني ساختماني شرکت لخوا جوړ شوی چې د دولتي اداراتو تشکیلاتي اړتیاوې په پام کی نیول شوي.

افغان ولسمشر اشرف غني د دغه کمپلکس د بنسټ ډبرې له ایښودو وروسته په همدې تړاو په ارګ کی په جوړو شویو مراسمو کې په تېرو ۱۷ کلونو کې د جوړ شویو دولتي ودانیو پر ټیت کیفیت نیوکه وکړه او ویې ویل، تر دې وړاندې کابل بې صاحبه و او روښانه لیدلوری یې نه درلود.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کابل ښار مرکز کې د دولتي ادارو شتون د ګڼې ګوڼې لوی لامل دی

د دارلامان اداري کمپلکس به د ۵۰ زره دولتي کارکوونکو لپاره جوړیږي او ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۲ کال پورې ځینې دولتي ادارې دغه کمپلسک ته ولېږدول شي

خو د دغه کمپلکس دواړه برخې به د شلو کلنو په ترڅ کې په بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي