سهیل شاهین: 'خبرې اختلافونو نه، هر اړخیزو بحثونو اوږدې کړې'

سهیل شاهین

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1

د عکس تشریح، سهیل شاهین وايي، د دې پړاو خبرو کې ډېر پرمختګ شوی.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوم پړاو د پنځمې ورځې خبرې پرون د "پايلو" له اعلان پرته پای ته ورسېدې.

ټاکل شوې نن (پنجشنبه جولای څلورمه، چنګاښ ۱۳مه) به بيا دا خبرې پيلېږي.

طالبان وايي دې خبرو کې "ډېر پرمختګ شوی دی"، خو د اختلافي ټکو په اړه څه نه وايي. دا خبرې چې د تېرې شنبې په ورځ پيل شوې د امریکا د پلاوي مشري زلمي خليلزاد کوي او د طالبانو د هيات مشري د شېر محمد عباس ستانکزي پر غاړه ده.

په پيل کې د اوم پړاو دا خبرې درېیو ورځو ته پلان شوې وې، چې دا دی نن شپږمې ورځې ته داخلېږي.

دواړه لوري د اختلافي ټکو په اړه څه نه وايي، خو خبرو ته نژدې سرچينو د بهرنيو پوځيانو د مهالوېش په تفصيل او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د باور جوړونې په ګامونو اختلاف د خبرو د اوږدېدو علت بللی.

د دوحې په ډيپلوماتيک کلب کې بېګا د پنځمې ورځې د خبرو له بشپړېدو سم لاسي وروسته قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند سهيل شاهين زموږ همکار عنایت الحق یاسیني ته د خبرو د اوږدېدو د لامل په اړه وويل:

"خبرې نهایي نه شوې خبرو دوام وکړ، داسې نه ده چې اختلافونه موجود و یا موږ له کوم خنډ سره مخ و داسې کوم څه نه و. خو رښتیا هم خبرې اوږدې شوي".

هغه د بي بي سي خبریال ته دا هم تایید کړه چې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه پرمختګ شوی دی".

د ویډیو تشریح، طالبان: افغان حکومت سره د یوه لوري په توګه غږېږو