طالبان: د قطر خبرو پای کې به یو رسمي بیان خپور شي

د عکس سرچینه، EPA
په قطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ پر درېیمه ورځ، د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ډېر امکان شته چې "د خبرو پای کې به یو رسمي بیان خپور شي".
په دوحه کې د اوم پړاو دا خبرې درې ورځې مخکې پیل شوې، چې ښايي نن پای ته ورسېږي او په پام کې ده چې د امریکايي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد به د پلان له مخې په ځايي وخت نن ماښام له قطر نه ولاړ شي.
د خبرو دواړو غاړو بي بي سي ته ویلي، دا ځل یې خبرې ښې روانې دي.
طالب سرچینو ویلي وو، دا ځل خبرې د درېیو ورځو لپاره پلان شوې وې.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې
په پام کې ده چې د افغانانو ترمنځ خبرې به د روانې جولای پر ۷ او ۸ مه پیل شي.
وړاندې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، امکان شته چې په راتلونکو دوه اوونیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.
د دې وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د المان هېواد ژمنه کړې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته به زمینه برابروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د تېرو پړاونو خبرې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ په موخه د نورو پرضد د افغان خاورې د نه کارونې پر مسایلو ور ټولې وې.
وړاندې طالبانو ويلي و چې د افغان سولې قضيې دوه اړخونه لري. يو کورنى او بل بهرنى.
د دوی په خبره، کله چې د قضيې بهرنى اړخ حل شي نو دوى به کورني اړخ ته پام واړوي چې افغان حکومت سره د سولې مذاکرات دي.









