دوحه کې د "بین الافغاني دیالوګ" په اړه جزئیات په ډاګه شول

دوحه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ناسته به د جولای پر اوومه او تمه نېټه دوحه کې کېږي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچینو بي بي سي ته ویلي، د روانې جولای میاشتې پر اوومه او تمه نېټه به په دوحه کې بین الافغاني دیالوک ترسره کېږي. سرچیني وایي، دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات نه دي، او ګډون په انفرادي یا شخصي بڼه دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار فضل محمود فضلي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د افغان حکومت او طالبانو استازي به په دې ناسته کې ګډون کوي، خو د حکومت یا د طالبانو د استازو په توګه نه.

دا ناسته په اصل کې د جرمني د برګهاف بنسټ له خوا تنظیم شوې ده، او د کوربتوب چارې به یې د جرمني او قطر حکومتونه پر مخ وړي.

یو بل مهم او جالب ټکی دا دی چې په دې ناسته کې به د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د هغه سلاکاران او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان ګډون نه کوي.

کرزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان دې ناسته کې ګډون نه کوي

دا په دې معنی ده چې حنیف اتمر، ډاکټر عبدالله، یونس قانوني، ګلبدین حکمتیار او ځینې نورې مهمې سیاسي څېرې به هم په دې ناسته کې نه وي.

د افغان ولسمشر سلاکار فضل محمود فضلي زیاتوي، د غونډې اجنډا به د ناستې پر لومړۍ ورځ پخپله د ګډونوالو لخوا ټاکل کېږي، او منتظمین به دې برخه کې یوازې سلا مشوره ورکوي.

ده زیاته کړه چې په دې ناسته کې به شاوخوا ۶۰ کسان ګډون کوي، خو د هغو کسانو نومونه یې یاد نه کړل چې په حکومت کې دي او دې خبرو کې به ناست وي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني حکومت ځانګړي استازي مارکس پوټزل پرون دوشنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، د جولای میاشتې پر اوومه او اتمه نېټه به قطر او جرمني په ګډه په دوحه کې د بین الافغاني خبرو کوربانه وي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو استازي به هم دې ناسته کې ګډون کوي

د ځانګړي استازي په اعلامیه کې راغلي وو چې په دې ناسته کې ګډون به انفرادي یا شخصي وي.

اعلامیه زیاتوي چې دا په افغانستان کې د سولې لپاره یو ښه فرصت دی، او د دې کار لپاره اړینه ده چې افغانان په خپلو کې سره کېني او د خپل هېواد راتلونکی وټاکي.

وسله والو طالبانو هم د دوشنبې پر ورځ ویلي وو، که له امریکایانو سره کومې پرېکړې ته ورسېدل نو تر هغه وروسته به له افغانانو سره هم خبرې وکړي، خو په دې شرط چې دا کسان به د حکومت د استازو په توګه نه، بلکې په شخصي یا انفرادي اختیار کې خبرې کوي.