ورځپاڼې: قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرو ته هیلې ډېرې شوي

طالبان، امریکا، افغانستان، سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الشرق لیکي: د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د غونډې ګډونوال په دې هیله دوحې ته راغلي چې په دې پړاو کې باید چټک او د پام وړ پرمختګ وشي.

قطرۍ ورځپاڼې الشرق لیکلي چې په قطر کې د افغان سولې خبرو د اووم پړاو ګډون کوونکي په دې هیله دوحې ته راغلي چې په دې پړاو کې باید چټک او د پام وړ پرمختګ وشي. ورځپاڼه لیکي په دې پړاو خبرو کې په څلورو موضوع ګانو خبرې کېږي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د امریکا او نورو هېوادونو پرضد د افغان خاورې نه کارول، د افغانانو ترمنځ خبرو کې ګډون او پراخه اوربند په کې شامل دي. ورځپانه لیکي له دې پړاو خبرو د قطر هیله هم داده چې له تمې سره سم پایلې تر لاسه شي او په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي.

طالبان، امریکا، افغانستان، سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دې هیل ورځپاڼه وايي طالبان د قطر په خبرو کې هڅه کوي د هغې هوکړې متن له سره ولیکل شي چې له مخې یې په پام کې ده امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

امریکایۍ ورځپاڼې دې هیل رپوټ ورکړی چې طالبان د قطر په خبرو کې هڅه کوي د هغې هوکړې متن له سره ولیکل شي چې له مخې یې په پام کې ده امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي او په مقابل کې به یې طالبان له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. دې ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د ویاند سهیل شاهین هغه خبره را اخستې چې اسیوشېټېډ پریس خبري اژانس ته یې کړې او ویلي یې دي چې دا مسوده له سره لیکل کېږي او د هغې هوکړې برخه به وي چې له وړاندې پرې سلا شوې ده. خو دا نه دي ویل شوي چې ولې دا متن له سره لیکل کېږي او یا دا چې څه به په کې زیاتېږي او یا به څه کمېږي؟

طالبان، امریکا، افغانستان، سوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار په معروف ولسوالۍ او څو نورو سیمو کې د طالبانو بریدونو ته په اشارې سره لیکلي د تاوتریخوالي له دې څپې سره سره داسې هیلې شته چې په قطر کې روانو خبرو کې د سولې هوکړه وروستۍ شي. د کندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله والو مخالفینو ډله ییز برید کې د دې کمیسیون اته کارکوونکي ووژل شول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کندهار په معروف ولسوالۍ او څو نورو سیمو کې د طالبانو بریدونو ته په اشارې سره لیکلي د تاوتریخوالي له دې څپې سره سره داسې هیلې شته چې په قطر کې روانو خبرو کې د سولې هوکړه وروستۍ شي. ورځپاڼه لیکي دې هوکړې ته چې له مخې به یې له افغانستانه امریکایي ځواکونه ووځې او د افغانستان خاوره به دامریکا او نورو متحدینو پرضد نه کارول کېږي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره د یوې کیلي په سترګه کتل کېږي چې پر سیاسي هوکړې او اوربند به تمام شي. په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ورځپاڼې ته ویلي لا تراوسه د هوکړې پر مسودې کار روان دی ، نوموړي د خبرو له بهیره خوښي څرګنده کړې ده.

ټرمپ، امریکا، شمالي کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لومړنی برحاله ولسمشر دی چې د شمالي کوریا په خاوره کې پښه کېښوده. ګارډین ورځپاڼه لیکي که یو څه په لومړي ځل پېښېږي نو دا حتمي نه ده چې هغه دې ډیر مهم هم وي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین خپله سرمقاله د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ترمنځ پرونۍ کتنې او په سمبولیک بڼه د شمالي کوریا خاورې ته د امریکا د ولسمشر ورتګ ته ځانګړې کړې ده. په دې سره ښاغلی ټرمپ د امریکا لومړی برحاله ولسمشر شو چې د شمالي کوریا خاورې ته داخلېږي. ورځپاڼه لیکي که یو څه په لومړي ځل پېښېږي نو دا حتمي نه ده چې هغه دې ډیر مهم هم وي.

ورځپاڼه دې کتنې ته په انتقادي نظر ګوري او زیاتوي دا ډول کتنې داسې یو رژیم ته مشروعیت او په نړیوال ستیج کې ځای ورکوي چې ملګري ملتونه وايي د بې ساري بشري حقونو ضد کړنو مسؤول دی او داداسې یو رژیم دی چې یوازینۍ دپلوماتیکه وسیله یې اتومي پروګرام دی.

ورځپاڼه دا ډول سرمشریزې یوه ډرامه بولي او زیاتوي ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت سلاکار موږ پر داسې یوه لاره روان کړي چې ډېره د اندېښنې وړ او خطرناکه وي.