ورځپاڼې: خلیلزاد باید د سولې لپاره پر خبرو ټينګار وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکايۍ دېفنس پوست ورځپاڼې ليکلي زلمى خليلزاد بايد د افغانستان نه ختمېدونکې جگړې ته د پاى ټکي اېښوولو لپاره پر خبرو اترو ټينگ ودرېږي. ورځپاڼه وايي ډيپلوماسي چې په پسته ژبه وويل شي د نه باور وړ سخت کار دى.
تر ډېره له يوه مخالف سره د خبرو اترو په اړه داسې احساس پيدا کېږي چې گواکې يو ناشونى ماموريت دى. داسې بېځايه هڅه چې له ساعتونو خبرو وروسته يوازينې پايله يې سخت سرخوږى او د وينې لوړ فشار راوځي.
ورځپاڼه وايي که څه هم طالبانو سره د ښاغلي خليلزاد د خبرو پر تېرو پړاوونو ځينو لوړ پوړو شخصيتونو نيوکې کړي يا يې پرې ملنډې وهلي خو يو هم له طالبانو سره د مخامخو روانو خبرو پرتله د يوه ښه حل وړانديز نه دى کړى.
ورځپاڼه زیاتوي چې روانې خبرې چې افغانستان کې د امريکا د ملي امنيت موخې ترسره کوي، همداراز افغانانو ته دا موقع برابروي چې څلوېښت کلن تاوتريخوالى ختم کړي.
عرب نيوز ورځپاڼې د افغان سولې په بهير کې د چين د رول او گټو په تړاو يو مطلب خپور کړى. د مطلب ليکوال رحيم الله يوسفزى دى.
ليکوال چين ته د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د يوه پلاوي وروستي سفر ته اشاره کوي او وايي چين په لومړي ځل د طالبانو يوه پلاوي سره کتنه رسما ومنله او وې ويل چې دواړې غاړې افغان ستونزې ته د سياسي حل په لټون کې پر همکارۍ سلا شول او د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د شويو خبرو اترو ځانگړې يادونه وشوه.
ليکوال وايي چين ليوال دى چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنگ ځپلو لپاره د افغانستان، پاکستان او نورو گاونډيو هېوادونو مرسته ترلاسه کړي.
ورځپاڼه وايي دا لومړى ځل دى چې چين په يوه بهرنۍ شخړه کې د سولې لپاره منځگړي په توگه ور گډ شوى.
ليکوال وايي بيجېنگ اندېښمن دى چې افغانستان کې د چين پولې سره مېشت بهرني اورپکي کولى شي له پولې واوړي او چين کې پر مېشتو مسلمانانو اغېز پرېباسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې سربېره چين ليوال دى چې د افغانستان د مسو، تيلو او غازو صنعت کې پانگونه وکړي.
ورځپاڼه وايي چين د افغان سولې په بهير او اقتصادي وده کې ښه رول لوبولى شي.
بريتانيوۍ ډېلي ميل ورځپاڼه وايي ايران کې څارنوالانو خبردارى ورکړى چې د امريکا گڼ جاسوسان په دغه هېواد کې د پوځي او اټومي رازونو راټولو لپاره د اعدام له حکم سره مخ دي.
ورځپاڼه د ايراني چارواکو په وينا ليکي دا کسان چې دوى يې جاسوسان بولي د پوځي او اټومي تاسيساتو په اړه په جاسوسۍ نيول شوي دي.
تهران په تېر جون کې ويلي و چې پخوانى دولتى چارواکى يې سي. آى. اې ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړى دى.








