ورځپاڼې: جرمني افغان حکومت او طالبان خپلو کې خبرو ته کېنوي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان سولې په هڅو کې د جرمني ګډون ته په اشارې سره لیکلي جرمنیان له قطري چارواکو سره په ګډه د افغانانو ترمنځ د یوې غونډې لپاره تیاری نیسي.

ورځپاڼې د لویدیځ هېوادونو د چارواکو په حواله لیکلي که امریکایي او طالب استازي د ځواکونو پر وتلو او ترهګرۍ ضد مبارزې پر سر هوکړه وکړي نو شونې ده چې د افغانانو یوه شاخوا شپیته کسیزه ډله په راتلونکو څو ورځو کې له طالب استازو سره وګوري او دا کتنه به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره یوه پيلامه وي.

خو ورځپاڼه لیکي په قطر کې د اوم پړاو خبرو له پيل سره هم مهاله پرون او وړمه ورځ د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې او وین لړلې نښتې شوې دي. د ورځپاڼې د دې مطلب له مخې له دې وین لړلو نښتو داسې ښکاري چې هغه هیله مندي چې د سولې خبرو کې شته ښايي دومره ژر په واقعیتونو بدلې نه شي چې له مخې یې د تاوتریخوالي کچه راکمه شي.

ورځپاڼه لیکي دواړه لوري د جګړې په ډګر لاسته راوړنې د خبرو په ډګر کې د برلاسۍ لپاره کاروي.

نیویارک ټایمز زیاتوي پرونۍ خبرې د قطري منځګړو په ګډون او د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه څانګه کې په ښه توګه ترسره شوي دي. د دې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې امریکایي او طالب استازو د هوکړه لیک د مسودې په برخه کې هم پرمختګ کړی خو نور پرمختګ د دې لپاره ځنډیدلی چې له افغان دولت سره د خبرو پړاو ته څه ډول داخل شي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼې لیکلي سرچینو ورته ویلي چې په دې اړه لا وروستۍ پریکړه نه ده چې افغانستان دې وکولی شي د پاکستان د خاورې له لارې واګه بندر ته لاس رسی ولري او له دې لارې له هندوستان سره سوداګري وکړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته دخپل سفر پرمهال ویلي پاکستان مشرتابه منلې چې افغانستان د واګه بندر له لارې سوداګریز توکي هندوستان ته ولیږدوي.

ورځپاڼه لیکي دې چارواکي ورته ویلي افغان ولسمشر دا غوښتنه وکړه خو لا یې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. ورځپاڼې په تورخم کې ستونزو ته په اشارې سره ویلي افغانستان تورخم نه و تړلی بلکې ستونزې د پاکستان له خوا رامنځته شوې، نو اوس په کار ده پاکستان په کراچۍ بندر او نورو سوداګریزو لارو کې شته ستونزې له مخې لرې کړي.

دپلومات مجلې پر پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا اغېز ته کتنه کړې او لیکي، د دې شخړې په پراخېدو سره ښايي پاکستان په کور دننه له فشارونو سره مخامخ شي.

تورخم

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډیلي ټایمز ورځپاڼې په تورخم کې ستونزو ته په اشارې سره ویلي افغانستان تورخم نه و تړلی بلکې ستونزې د پاکستان له خوا رامنځته شوې، نو اوس په کار ده پاکستان په کراچۍ بندر او نورو سوداګریزو لارو کې شته ستونزې له مخې لرې کړي.

لیکوال وايي دا چې پاکستان په نړۍ کې تر ټولو دویم لوی شیعه نفوس لري، نو د ایران او امریکا ترمنځ په ممکنه جګړه کې د پاکستان شیعه وګړي پر پاکستان فشار راوړي چې ددې شخړې د هواري لپاره لاس په کار شي او لوی مسؤولیت پر غاړه واخلي.

خو ددې مطلب لیکوال په دې نظر دی چې پاکستان به هغه مرستې چې له سعودي عربستان یې تر لاسه کوي او ډېره اړتیا هم ورته ورته لري د ایران په شخړه کې په ښکېلتیا سره له خطر سره مخامخ نه کړي.

د مطلب لیکوال ادعا کوي چې که پاکستان په دې شخړه کې دداسې رول ترسره کولو کې پاتې راشي لکه پاکستاني شیعه وګړي چې یې تمه لري نو د پاکستان دا کار به له سعودي سره توطیه وبلل شي او په کور دننه به فرقه ییزه شخړې ته لاره هواره کړي.