داسې خواړه چې هرڅه لري، خو غوړي نه لري

    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار
دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

د افغانستان په ختیځ ښار جلال آباد کې داسې پخلنځی شته چې هېڅ غوړي نه کاروي. نن سبا د دې خوړو مینه وال په دې ښار کې مخ په ډېرېدو دي.

که شمال ته ځئ، که سوېل، لوېديځ او که ختيځ ته غوړ کبان، ورېجې، کړایي او چپلي کباب به مو مخې ته درځي، خو د افغانستان ختيځ ننګرهار کې به مو له داسې خوړو خبر کړو چې په اوبو پخېدونکي او بې غوړو دي.

ددې خوړو ډېر پېرېدونکي هغوی دي چې له غوړو رامنځ ته کېدونکو ناروغیو کړېږي.

د غرمنۍ پرمهال دغه ډول خوړو یوه خوړنځي ته ورغلم، چې ډېر ګڼه ګوڼه پکې وه، د ناستې ځای يې کوچنی دی، ایله تر پنلځسو کسان په کې ځایېدل.

اوبو کې د پخوو شويو خوړو دود که په جلال آباد کې ښار کې عام نه دی، خو يو شمېر خلکو لپاره د چاغوالي او ناروغيو له کړاو د تېښتې يوه اسانه او ارزانه لار ده.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی رفيق په همدې خوړو پسې راغلی و، ومې پوښت چې ولې یې له غوړزنو خوړو پناه راوړې؟

ويل يې مور او پلار یې له غوړو او سرو کړو خوړو رنځېږي او دی یې متوجې کړی چې له ډېرو غوړو ځان وساتي:

د دې خوړو پلورونکی زلمی وایي، ددغو خوړو په جوړولو ډېره خواري کوي چې خوند یې وساتي.
د عکس تشریح، د دې خوړو پلورونکی زلمی وایي، ددغو خوړو په جوړولو ډېره خواري کوي چې خوند یې وساتي.

"پلار او مور ته مې د غوړو له امله د زړه تکليفونه پيدا شوي دي. هغوی اوس سپوره خوري. زه اوس هڅه کوم هغه خواړه وخورم چې غوړي کم لري. اونۍ کې خو یو ځل دې کچالیو پسې راځم".

دا خواړه له نږدې ۱۵ ډوله توکو جوړېږي، کچالو، نخود، پياز، رومیان اوپاتي يې تازه ترکاري ده، يواځې غوړي په کې نه شته.

جوړېده یې درې ساعته وخت نیسي، د مزې لپاره پرې سرکه ور ډېرېږي او دا د خوړونکي خوښه ده چې ترخه مرچ پرې ور ډېروي که نه.

ځينو ته په اوبه پخېدونکي خواړه د مزې او خولې خوند جوړولو خواړه دي. د ښار له لرې لرې سيمو له خلک همدې مزې پسې همدې هټۍ ته راغلي و.

شېرجان له همدې ډلې و. دی وايي: "يو دا چې ترسکون دي، بل ذايقه یې ښه ده، غوړي هم نه لري. زما خو د خولې خوند جوړوي او کله کله پېښه کوم او اخلم یې او له ځان سره يې وړم".

ځینو دا خواړه همدلته خوړل او ځېنو بيا تر کور یا کار ځای وړل. د دې خوړو پلورونکی زلمی وایي، ددغو خوړو په جوړولو ډېره خواري کوي چې خوند یې وساتي.

ځینو دا خواړه همدلته خوړل او ځېنو بيا تر کور یا کار ځای وړل
د عکس تشریح، ځینو دا خواړه همدلته خوړل او ځېنو بيا تر کور یا کار ځای وړل

دی چې له تېرو اتو کلونو همدلته دغه خواړه پلوري، وايي، اخېستونکي یې له غوړو زړه توري او تُندې مزې پسې ګرځېدونکي خلک دي:

"دلته په هېڅ شي کې غوړي نه کاروم او نه پخوم. ولا هغه پخواني غوړي نه شته، اوسني غوړي خو غم دی. دا خواړه د څو اړخونو خلک خوښوي، اقتصادي دي، مزه دار دی او تر ټولو مهم یې دا چې غوړي نه لري، نو زړه نه وهي".

ننګرهار په غوړو کې د پخو شویو کبانو، غوښې کړایي او چپلي کباب له اړخه ځانګړی نوم لري، خو په اوبو د پخو شويو خوړو يا بې غوړو خوړو دود که عام نه دی، يو شمېرو ته د ورځې د یوې برخې خواړه دي.

اوبو کې د پخوو شويو خوړو دود که په جلال آباد کې ښار کې عام نه دی
د عکس تشریح، اوبو کې د پخوو شويو خوړو دود که په جلال آباد کې ښار کې عام نه دی

په افغانستان کې ډېر وخت روغتيا پالان ډېرې ناروغۍ د بې کيفيته او په خوړو کې د ډېرو غوړو کارولو له امله یادوي او سپارښتنه یې دا وي چې غوړي کم وکارول شي او که نه په وخت سره له غوړو له يوې مخې پرهيز یې وروستۍ لار ګڼي.