افغان سولې بهیر: خلیلزاد اسلام اباد ته رسېدلی

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد

د افغان سولې له پاره د امريکا ځانگړى استازى زلمى خليلزاد د افغان سولې د بهیر د ګړندي کولو لپاره نن یکشنبه اسلام اباد ته رسېدلی دی. نوموی به روانه مياشت قطر کې له طالبانو سره د خبرو بل پړاو پيل کړي. ښاغلي خليلزاد د خپل دغه روان سفر اصلي موخه د افغان سولې د بهير گړندي کول ښوولې.

ښاغلى خليلزاد وايي هڅه کوي د سولې طرحې لومړنۍ دوه برخې بشپړې کړي. نوموړي پر خپل ټوېټر پاڼې خپاره کړي پيغام کې ليکلي:

"په مشخصه توگه، لومړى، د سولې لپاره سيمه ييز او نړيوال ملاتړ سره همغاړي کوم. د سولې طرحې لومړنيو دوو برخو د بشپړولو هڅه به کوم. زه خوشبين يم. بري ته رسېدو لپاره اړتيا ده چې نورې غاړې نرمښت وښیي."

د سولې د طرحې له دوو لومړنيو برخو ښايي د ښاغلي خليلزاد موخه له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو جزييات او د امريکا او د متحدينو د گټو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارېدو په اړه ډاډينه وي.

طالب او امريکايۍ غاړې دواړو دا منلې وه چې په دې برخه کې يو څه پرمختگ شوى خو پر نورو جزيياتو خبرو ته اړتيا ده.

خو ښاغلي خليلزاد او ځينو نورو سرچينو دا هم ويلي وو چې له طالب استازو سره د امريکايي پلاوي په تېرو ناستو کې د افغان حکومت په گډون د افغانانو خپلمنځۍ ناستې او پر داسې يو لنډ مهالي اوربند چې تلپاتې هغه ته لار پرانيزي خبرې هم شوې.

ښايي همدې ته په پام ښاغلي خليلزاد په خپل ټوېټري پيغام کې يو ځل بيا پر خپلې پخوانۍ وينا ټينگار کړى چې وايي "تر هغه چې پر ټولو مسايلو هوکړه نه وې شوې په هېڅ څه هوکړه نه ده شوې."

د ویډیو تشریح، ملا برادر په لومړي ځل رسنیو ته راڅرګند شو

ټاکل شوې زلمى خليلزاد په دغه سفر کې افغانستان، پاکستان،جرمني، بلجيم، عربي امارات او قطر ته ورشي.

د افغان سولې په تړاو د ښاغلي خليلزاد دا سفر په داسې حال کې تر سره کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل اختريز پيغام کې ويلي د دغه غورځنګ د هدفونو ترلاسه کېدو پورې به خپل جنګ جاري ساتي.