مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ناسته پای ته ورسېده

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د روسیې پلازمېنه مسکو کې د طالب استازو او یو شمېر افغان سیاست والو تر منځ دویمه بین الافغاني ناسته له کومې مهمې پرېکړې پرته پای ته ورسېده. په دې ناسته کې دواړو خواوو پر اوربند، د عامو خلکو پر خوندي ساتلو، د بندیانو پر اړوندو مسلو، د بهرنیانو پر وتلو او د ښځو پر حقونو بحث کړی.
په هغه ګډه اعلامیه کې چې نن پنچشنبه رسنیو ته استول شوې راغلي، په دې ناسته کې طالب استازو او افغان سیاست والو په هېواد کې پر دوامدراه سولې خبرې وکړې.
اعلامیه کې راغلي چې خبرې په دوستانه فضا کې ترسره شوې او پرېکړه وشوه چې د دې ناستو او خبرو لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام مومي.
ځينې سرچیني بیا وایي چې له کابله ورغلي د افغان سیاست والو پلاوي پر یوه لنډ مهاله اوربند ټینګار کاوه، خو طالبانو بیا د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ډېر ټينګار درلود.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او دې ناسته کې د طالب پلاوي غړي سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، د مسکو ناسته په بریالیتوب پای ته ورسېده او ډېرې لاسته راوړنې یې درلودې.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی شاهین وایي، په ځینو برخو کې پرمختګ وشو، خو د اوربند په اړه که څه هم بحث وشو خو کومې پرېکړې ته سره ونه رسېدل.
نوموړي زیاته کړه، که چېرته بهرنیانو له افغانستانه د وتلو لپاره یو مهال وېش اعلان کړي نو بیا طالبان چمتو دي چې له افغان لوري سره د اوربند په ګډون پر ټولو موضوعاتو خبرې وکړي.
کابل کې دیني مشران: جګړه بس کړئ
تېره ورځ په کابل کې یو شمېر روحانیون د عیدګاه جومات سره را ټول شوي و جګړه یې د هر افغان لپاره ناورین و باله او له حکومت او طالبانو یې وغوښتل چې نور ترې لاس واخلي.
دا غونډه پر روحانیونو د وروستیو بریدونو د غندنې لپاره جوړه شوې وه چې په ترڅ کې یې دوه وتلي دیني عالمان یو په بل پسې په کابل کې ووژل شول او یو شمېر نور د سپرلۍ پر یوه موټر د چاودنې له امله ژوبل شول.
د مسکو غونډې ته له کابله تللي ۲۴ کسیزه پلاوی هم د تېرې غونډې پرتله ډېر توپیر لري او ښکاري چې هلته د هر ګوند په استازیتوب یو کس استولی دی، چې دوې پکې ښځې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا غونډه د افغانستان او روسیې ترمنځ د کلتوري اړیکو د ۱۰۰ کلونو پوره کېدو په پلمه جوړه شوې ده. روسیه له افغانستان سره شاوخوا شپږ سوه کاله پخواني اړیکي لري، چې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال د روسیې سفیران اوسني افغانستان ته راغلي دي.
د ۱۷۶۰ مو کلونو په پیل کې د احمد شاه بابا د واکمنۍ پرمهال هم د روسیې لومړنی سفیر افغانستان ته راغلی و، چې له افغانستان سره دیپلوماتیک اړیکي جوړ کړي.
په وروستیو له طالبانو سره د روسیې اړیکې ښې شوې، چې مخکې یې اړیکې ورسره نه وې.
په ۱۹۹۰مو کلونو کې د کورنیو جګړو پرمهال روسیې د طالبانو د مخالف لوري شمالي ټلوالې ملاتړ کاوه.









