افغان پوځ هلمند کې د 'طالبانو' له زندان ۳۳ بندیان خوشي کړي

امنیتي ځواکونه

د عکس سرچینه، MOD/AFG

د عکس تشریح، دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له بنده په ازادو شویو کې یو کس ملکي او ۳۲ نور یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی او له دې زندانه یې ۳۳ کسان ازاد کړي دي.

وزارت وايي، دغه کسان د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې خوشې کړای شوې دي.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له بنده په ازادو شویو کې یو کس ملکي او ۳۲ نور یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دوی کې درې پولیس او ۲۹ نور د ملي اردو ستېري دي.

تېره ورځ هم افغان امنیتي ځواکونو د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه شاوخوا ۲۸ بندیان خوشې کړل.

طالبان

د عکس سرچینه، MOD/AFG

د عکس تشریح، دفاع وزارت ویلي په خوشې شویو کې درې پولیس او ۲۹ نور د ملي اردو ستېري دي.

دفاع وزارت ویلي چې په خوشې کړای شویو کې ۱۶ ملکیان او ۱۲ نظامیان شامل وو.

ددې وزارت په خبره پر دغه زندان عملیاتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.