یو شمېر افغان سیاستوال طالبانو سره مسکو کې غونډه کوي

طالبان مني چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ به د دوی استازي دغه غونډه کې ګډون کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان مني چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ به د دوی استازي دغه غونډه کې ګډون کوي
    • Author, زمزمه نیازۍ
    • دنده, بي بي سي

د وسله والو طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل، د روسیې پلازمېنې مسکو په ناسته کې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی یو پلاوی له یو شمېر افغان سیاستوالو سره ګوري. دغه سرچینه مني چې غونډې ته یو شمیر افغان سیاستوال ور بلل شوي دي.

بل لور ته بي بي سي موندلې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د طالبانو یو پخوانی چارواکی عبدالسلام ضعیف، د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی او د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هغه کسان دي چې غواړي د سولې په تړاو د مسکو په دوه ورځنۍ ناسته کې ګډون وکړي.

که څه هم افغان حکومت ته دغه غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو د بي بي سي پښتو له عنایت الحق یاسیني سره مرکه کې د افغانستان سولې عالي شورا د دارالانشا مشر عمر داودزی وايي، د سولې عالي شورا ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده:

'' موږ ته بلنه راکړل شوې، خو لږ وخت راکړل شوی، دا ارزیابي غواړي، ګټه او تاوان یې باید وسنجول شي، باید دا وکتل شي، چې دغه غونډه د افغانستان په ګټه ده او که تاواني ده، ځکه نو موږ ښايي ګډون و نه کړو. ''

ټاکل شوې دغه ناسته راتلونکې سه شنبه او چهار شنبه وشي.

د راپورونو له مخې دغه غونډه کې د عطامحمد نور، اسماعیل خان او یوشمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو لا معلومه نه ده چې هغوی هم دغه غونډه کې ګډون کوي او که نه.

دغه کسان په یو نه یو ډول د سولې په خبرو کې له افغان حکومت سره د نظر اختلاف لري.

افغاستان کې د سولې او شخړې څېړنیز مرکز مرستیال حکمت الله اعظمي وایي دغې غونډې ته د حکومت د پالیسو ناخوښو څېرو بللو هدف دا دی چې پر حکومت فشار راشي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پایله ومني.

د طالبانو د قطر د دفتر پخواني مشر شیر محمد عباس ستانکزي په دې وروستیو کې ویلي، دوی د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه هېواد له سیاسي څېرو، ګوندونو او نورو ورته ټولنو سره بحث ته چمتو دي.

زلمی خلیلزاد له طالب استازو سره له یوې اونۍ خبرو وروسته کابل ته لاړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد له طالب استازو سره له یوې اونۍ خبرو وروسته کابل ته لاړ

طالب او امریکایي استازو تېره اونۍ په قطر کې د سولې په اړه شپږ ورځې پرله پسې خبرې وکړې.

کله چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته سفر وکړ او د خبرو جزیات یې له افغان چارواکو سره شریک کړل، نو په ظاهره یې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني غصه وپاروله.

ولسمشر غني وویل، د سولې په خبرو کې بیړه کول، ممکن جګړه لا توده کړي.

راپورونه وایي چې افغان ولسمشر اشرف غني خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ ته لیک لېږلی او له هغه یې غوښتي چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو لګښت کم او د ځواکونو وتل ورو کړي.

تراوسه معلومه نه ده چې د روسیې غونډه د چا لخوا جوړه شوې، خو افغان سیاستوال وایي، دوی ته هلته د میشتو افغانانو له خوا بلنه ورکول شوې. د روسیې حکومت تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې د سولې په اړه د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو بل پړوا به د همدې زیږدیزې میاشتې په ورستیو کې پیل شي .