پنځو مسلو د طالبانو او امریکا خبرې تر پنځو ورځو وغځولې

قطر

د عکس سرچینه، AFP

د طالبانو او امریکا استازي په پنځمه ورځ (د جنورۍ ۲۵) هم قطر کې خبرې لري.

دا خبرې چې د دوو ورځو لپاره پیل شوې وې ټاکلې وه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي.

خو دې بهیر ته نږدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې د تخنیکي ستونزو له امله جمعې ورځې ته هم دا خبرې وځنډول شوې.

تمه ده چې دواړه لوري نن په دې هکله ګډه اعلامیه هم خپره کړي.

پنځه مسلې

زلمی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد تر ګومارل کېډو وروسته دا بهیر چټک شو.

اسلام اباد کې د بي بي سي پخوانی خبریال طاهر خان د قطر خبرو ته د نږدې سرچینو له خولې وايي، تېرو ورځو کې دواړو لورو پر پنځو مسلو خبرې کولې.

  • د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش
  • د بندیانو تبادله
  • اوربند
  • د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابرول
  • له امریکايي ځواکونو وروسته نورو ته له افغانستان خطر نه پېښېدل

د ځواکونو د وتلو پر مسله اختلاف

امریکايي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا تېره میاشت وویل، چې له افغانستان د نیمايي سرتېرو د اېستلو پلان لري.

اوسني بهیر کې دواړه لوري تر ډېره د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دې غږېدل چې طالبان به ډاډمنوي چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان راتلونکي کې د ترهګرۍ لپاره ونه کارېږي.

خو طاهر خان وایي، دې دوو برخو کې پرمختګ شوی دی، خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش دواړه لوري اختلاف لري.

"لا هم ځانګړې نېټه نه ده مالومه خو له شپږو میاشتو تر کال پورې د ځواکونو د وتلو هوکړه شوې ده".

کابل کې دوو لوېديځوالو ډيپلوماټانو هم نیویارک ټایمز ته ویلي چې د خبرو يو ستنونزمن ټکى د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالويش څرنگوالى وو

دا خبرې چې تر دوه ځلې ځنډېو وروسته تېره دوشنبه پیل شوې، ور سره داسې ګنګوسې هم دي چې ممکن په پایله کې یې طالبان اوربند وکړي.

طاهر خان هم وايي، امریکا له طالبانو غواړي چې خپرېدونکې اعلامیه کې د اوربند او کابل سره سملاسي خبرو ډاډ ور کړي:

"خو طالبانو دې سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دا ټکي دې اعلامیه کې نه وي".

د خبرو راتلونکي پړاوونه

برادر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، پاکستان وايي، د زلمي خلیلزاد په سپارښت یې ملا برادر خوشی کړی دی.

له امریکايي لوري سر ه د خبرو په څلورومه ورځ د وسله والو طالبانو رهبرۍ شورا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې وویل چې د دې ډلې یو مهم مشر ملا عبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی دی.

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته منلې چې نوموړی وار د مخه قطر ته رسېدلی دی.

ښاغلی برادر همدا راز په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر مرستیال هم ټاکل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه جلا اعلامیه کې ویلي، "دغه ګام له امریکايي جهت سره د روانو مذاکراتو د پروسې د لا تقويې او په ښه توګه ترسره کولو په منظور پورته کړل شوی دی ".

د همدې ګومارنې سره داسې هیلې شته چې د طالبانو او امریکا دا خبرې به دوام ولري.

ملا برادر چې د طالبانو غورځنګ د بنسټګرو کسانو له ډلې و د دوی د لومړي مشر ملا عمر مرستیال هم و.

پاکستان ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته نوموړی له نږدې اته کاله بند خوشی شو.