د افغان سولې بهیر: فشار، چل ول او خپلې ګټې

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان دا هم وايي، چې امریکا سره یې خبرې په دې وې چې امریکايي پوځ به وځي او افغانستان به متحده ایالتونو ته خطر نه وي، خو وروسته امریکا وویل چې طالبان به له افغان حکومت سره خبرې کوي.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

په پاکستان کې د طالبانو سرچینې وايي، د دغه هیواد امنیتي عسکرو چې تېره جمعه د دوی یو غړی حافظ محب الله په پېښور کې نیولی وو، د دوشنبې په ورځ يې په ناندريیز ډول بېرته خوشی کړ.

حافظ محب الله نیول داسې مهال شوي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، چې ځينې سرچینې يې ان د ځنډېدو راپورونه ورکوي.

په قطر کې ځينې سرچینو بي بي سي ته ویلي، په روان سولې بهیر کې ښکېل ټول هیوادونه تر افغان سولې زیات د خپلو خپلو ګټو له اجنډا سره ګډون کوي.

په دې سربېره طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې امریکا ته ګواښ کړی وو، چې که يې د نومبر میاشتې پر اطجنډا غور ونه شي، دغه خبرې به وځنډوي.

د دوشنبې د ورځې د طالبانو د دغې خبرپاڼې له مخې په نومبر میاشت کې په دوحه کې د دوی او امریکا ترمنځ لیدنه کې دواړه لوري په دې موافق شوي وو، چې په راتلونکې غونډه کې به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د بل کوم هیواد پر ضد د افغان خاورې د نه کارولو پر ایجانډا خبري کېږي، لاکن اوس امریکا له دغې خبرې مخ اړوي.

د طالبانو په وخت کې د دوی د حج او اوقاف وزیر حافظ محب الله د طالبانو تر واکمنۍ وروسته لومړی ایران او وروسته پاکستان ته راغلی او د ځينو سرچینو په خبره له همغه راهیسې په پېښور کې مېشت دی.

زلمی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، زلمي خلیلزاد د چارشنبې په ورځ کابل کې وویل، که طالبان سوله نه کوي امریکا به هم د افغان حکومت په ملاتړ جنکېږي.

د طالب سرچینو په خبره اوس مهال نوموړی کومه دنده پر غاړه نه لري او ځينې سرچینې يې دلیل همدا یادوي، چې د پاکستان امنیتي اورګانونو هم ځکه بېرته خوشی کړ.

خو خپله په طالبانو کې بیا ځينې سرچینې په دې باور دي، چې د حافظ محب الله له نیولو سره پاکستان پر طالبانو ته دا فشار اچاوه، چې له افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي.

امریکا او بین الملل له مودې راهیسې پر پاکستان د همدې لپاره فشار اچاوه، چې طالبان دې د خبرو مېز ته حاضر کړي، خو شنونکی او لیکوال احمد رشید وايي، لاهم داسې نه ښکاري، چې طالبانو دي دغه خبره منلې وي، چې له افغان دولت سره خبرو ته کښېني.

په دوحه کې د طالبانو ځينې سرچینې وايي، خپله د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې هم کوم پرمختګ نه دی شوی، بلکې د دې خبرو د ځنډېدو خبرې هم کېږي.

دوحه کې د طالبانو او امریکا خبرو نږدې څارونکي طالبان دا هم وايي، چې اوس خبرو کې د سعودي، ایران، قطر او پاکستان په ګډون ځینې هېوادونه تر امریکا او طالبانو ډېرې غوښتنې لري.

افغان پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د سرچینو په خبره، ایران او قطر د سعودي او متحده عربي اماراتو پرضد او سعودي او امارات د قطر خلاف دې خبرو کې خپلو اینجنډاوو سره شریکېږي.

طالبان پر پاکستان هم تور لګوي چې دې خبرو کې د خپل اقتصادي کړکېچ د ختمولو له مسلې سره شریکېږي.

د افغان چارو شنونکی احمد رشید وايي، د امریکا د ستراتیژۍ لویه ستونزه دا ده چې یوازې له طالبانو سره خبرې کوي او د سیمې په کچه د خبرو هڅه نه کوي.

امریکا د سیمې خبره نه کوي، ځکه له ایران او روس سره اړیکه نه لري او اوس یې له چیڼ سره هم ټکر دی.

نوموړی وایي، ملګري ملتونه یا اروپايي ټولنه دې د سیمې په کچه د خبرو مسوولیت خپل کړي، چې د افغانستان ګاونډیان خپلو کې سره خبرو ته جرګه شي او دې سره به دا خبرې نتیجه ولري.