د سولې خبرې: عمر داودزی اسلام اباد ته رسېدلی

عمر داودزی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د افغانستان سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او د سولې په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی په دوه ورځني سفر نن سه شنبه اسلام اباد ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیدنې کتنې پيل کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سرچینې وايي، نن سه شنبه ښاغلي داودزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او سبا به د دغه هېواد پر نورو چارواکو سربېره د پوځ له مشر سره هم وویني.

د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي، چې وسلوالو طالبانو له امریکا او نورو هېوادونو سره خبرې پېل کړې، خو لا هم له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته نه حاضرېږي.

د ځينو سرچینو په خبره د افغان پلاوي په اوسني سفر کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو موضوع هم یادېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ۲۰۱۸م میلادي کال اکتوبر میاشت کې د سیمې سفرونو پېل کړل او وروسته يې طالب استازیو سره مخامخ لیدنې هم وشوې.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي، چې وسلوالو طالبانو له امریکا او نورو هېوادونو سره خبرې پېل کړې

ټاکل شوې چې روانه اونۍ د دواړو لوریو ترمنځ په دوحه کې بیا لیدنې وشي.

وسلوال طالبان چې له افغان دولت سره يې مخامخ له خبرو انکار کړی، تېره اونۍ يې استازو تهران ته سفر کړی و او په همدې ترڅ کې يې تردې وړاندې روسيې او د ځينو نورو هیوادونو سفرونه هم کړي.