افغانستان؛ د سره پوځ له توغندیو جوړ کلی

    • Author, اولیا اطرافي
    • دنده, بي بي سي
دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای

له توغندیو سره ژوند؛ د افغانستان شمالي ښار مزار شریف د یوه کلي خلک له درېيو لسیزو راهیسې تر توغندیو لاندې ژوند تېروي. د پخواني شوروي اتحاد سره پوځ تر وتلو وروسته د قزل اباد کلي خلکو خپلې سيمې ته نژدې د روسانو د وخت وسلو یو زېرمتون تالا ترغۍ کړی و.

له زېرمتونه یې په سلګونو BM-21 راکټونه له ځانه سره وړي او پر خپلو بامونو یې د لرګیو پرځای کارولي.

دا راکټونه د څلوېښت میلې په نامه مشهور دي، نژدې درې متره اوږدوالی لري او په چاودېدو سره ډېر زيان اړولی شي.

اوس د ماین پاکۍ یوه موسسه غواړي، د کلیوالو بامونه له دغو خطرناکو راکټونو پاک کړي، خو د ساړه ژمي په پيل کې د بامونو لوڅول کلیوالو ته سخته پرېکړه ده.

بي بي سي دغه کلي ته تللې وه او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی.

په یوه ساړه سهار کې د قزل اباد کلي د میراب شاته پرموټر سایکل سپور یم. کلي کې دا یوه عادي ورځ ده، یوه هلک سپی په خره پسي تړلی، وزې او رمې يې ترمخه او دی پسې د کلي په تنګو کوڅو کې روان دی.

ماشومان په کوڅو کې مردکۍ کوي، قزلباش نارینه او مېرمنې په موسکا په کوڅو کې په خپلو چارو پسې رهي دي، خو موږ د یو راز په موندلو پسې راوتي یو.

عزت الله د یو خټین کور مخ ته موټر سایکل دروي، کور کې مې تل خونې ته کښته کوي، په خونه کې تیاره ده، عزت الله یو پخوانی الیکین لګوي او راته وايي "پاس وګوره!"

چې ګورم د خونې چت له راکټونو جوړ دی!

توغندي

تر توغندیولاندې کورني غوړي، چای، بوره او نور ژمني توکي ساتل شوي دي.

موږ له تل خونې راوځو، عزت الله د مېلمستون (مسطه) مسطح څېروي او پر چت دولس نور توغندي راښکاره کېږي.

عزت الله
د عکس تشریح، عزت الله او ډېرو ګاونډیانو یې د سره پوځ تر وتلو وروسته دا توغندي د روسانو له یوه نژدې زېرمتونه چور کړي وو.

زه یواځېنی کس نه یم چې حیران پاتې یم، لس کلنه فايزه د دغې کورنۍ ترټولو کوچنۍ غړې چې نانځکه يې په غېږه کې ټينګه نيولې هم لومړی ځل دی چې پوهېږې ټول عمر د همدې توغنديو لاندې وېدېدلې ده.

د کوچنۍ فایزې د خونې پر سر تقریباً درې متره اوږده راکټونه- چې په اصل کې شورویانو د ویجاړۍ لپاره افغانستان ته راوړي وو-دغې کورنۍ د ابادۍ لپاره وکارول.

خو توغندي یوازې د عزت او فایزې پر سرو نه دي د مزار شریف ښار ته نژدې د دې کلي د ډېرو کوټو پر چتونو باندې د لرګیو پرځای روسي BM-21 توغندي اېښودل شوي چې په عامه ډول یې '۴۰ میلې مرمۍ' بولي.

عزت الله او ډېرو ګاونډیانو یې د سره پوځ تر وتلو وروسته دا توغندي د روسانو له یوه نژدې زېرمتونه چور کړي وو.

کلیوال دومره اندېښمن نه ښکارېدل. د روسي توغندیو تر چت لاندې د شنه چای بانډار پر وخت مې له عزت الله وپوښتل، ولې کلیوالو دا خطر پر غاړه اخیستی دی؟

په بې پروايۍ یې راته وویل:"خلکو اوسپنې او لرګیو ته لاسرسی نه درلود، پیسې نه وې، همدا تیار پراته وو، کلیوالو راوړل او کورونه یې پرې ودان کړل."

توغندي
د عکس تشریح، یو ماین پاکوونکی په احتیاط سره په لاسونو او ابتدايي وسایلو توغندي له دېوالونو راوباسي.
توغندي
د عکس تشریح، د ماین ایستلو لپاره د DDG په نامه یوه ډنمارکۍ موسسه مرستې ته را وړاندې شوې.

BM-21 د شورویانو خوښه وسله وه، ځکه په یو ماشه یې څو توغندي ویشتل، خو برعکس قزل ابادیانو خپل دردونه پرې دوا کړل او هر چېرې یې وکارول؛ د تنبو لپاره... د پخلنځي د تیرونو پر ځای... د تاکونو د پايو لپاره... ان پلونه یې ترې جوړ کړل.

خو اوس کلیوال په دې فکر دي چې دې دوران ته نور پای ټکي کېږدي.

د کلي د مشر کورته لاړم او ومې لیدل چې د کلي ښځې په یوه اوږده کوټه کې د عامه پوهاوي او یوې سختي پرېکړي لپاره راټولې شوې دي.

ان د مجلس د کوټې چت باندې لا توغندي پراته دي. د کوټې په بر سر کې یوې روزونکې د ډول ډول ماینونو عکسونه راځړولي دي او هڅه کوي کلیوالو ښځو ته قناعت ورکړي، چې توغندیو ته مخه ښه ووايي:

"دا توکي یوازې ستاسو د کورنیو لپاره نه، بلکې ټول کلي ته خطر دی - دا څو کورونه ویجاړولی شي."

یوه ښځه چې د کوټې په سر کې ناسته ده، چت ته یې اشاره کوي او وايي: "زموږ د بخارۍ نل د راکټونو په منځ کې ختلی دی."

د ۱۹ کورنيو پرېکړه، نور نو له بامونو توغندې لرې کوي او پر ځای يې لرګي کاروي، خو چې کتل شوي دي، يواځې د همدې کلي د زړو خونو په بامونو تر څلور سوو داسې ډېر راکيټونه پيدا شوي دي.

توغندي
د عکس تشریح، دا د توغندیو کلی بلل کېږي
توغندي
د عکس تشریح، د څپرې جوړولو کې کلیوالو د لرګیو پرځای توغندي اېښي

د ماین ایستلو لپاره د DDG په نامه یوه ډنمارکۍ موسسه مرستې ته را وړاندې شوې.

ما یې پروسه وکتله. د دغو راکټونو راویستل له خطر سره ډغرې دي.

یو ماین پاکوونکی په احتیاط سره په لاسونو او ابتدايي وسایلو توغندي له دېوالونو راوباسي.

وروسته یې پر یو روسي کاماز د شګو پر وړو بوجیو يو له بله لرې ږدي.

دوی د کور زاړه او واړه د کار پر وخت له کوره وويستل. وايي توغندي د فشار او ټکر سره چاودېدلی شي.

زما لارښود د DDG ټیم مشر عبدالرحمن دی. ده ډېر کلونه له چاودېدونکو توکو سره تېر کړي دي.

ان دی لا د قزل اباد راکټونو ته حیران دی: "په دغه کور کې موږ تقریباً 26 BM - 21 راکټونه پیدا کړل، او دا مو له دې کوره راویستل، چې د دغه خالي بارود (ټې این ټې) 1200 کیلوګرامه باروت دي، یعنې که دغه وچووي، دا درست کلی ويجاړوي."

ماین پاکوونکي ۱۳ راکټونه پر کاماز باروي او د حیرتان یوې دښتې ته یې روانوي. عزت الله په کرولا ډوله موټر کې راکټونه د جنازې په ډول بدرګه کوي.

توغندي
د عکس تشریح، کلي د ډېرو کوټو پر چتونو باندې د لرګیو پرځای روسي BM-21 توغندي اېښودل شوی چې په عامه ډول یې '۴۰ میلې مرمۍ' بولي

د چاودنې ځای باندې سره بیرغونه راګرځېدلي دي، راکټونه یې د پخواني شوروي پولې ته څېرمه ښخ شول. ګړۍ وروسته راکټونه له هغه برخلیک سره مخ شول چې روسانو ورته ټاکلی وو.

په مخابره کې غږ شو: انفجار، انفجار، انفجار ... او وروسته یوه غټه چاودنه چې د مرخېړي په څېر دوړې یې اسمان ته پورته شوې.

د عزت الله لپاره دا یوه تاریخي شېبه وه، راکټونو که څه هم د ده کلیوال له دېرشو کلونو راهیسې له باد او باران ساتلي وو، خو عزت الله ورته تل د خونړۍ جګړې د میراث په توګه کتل.

چکچکې یې کړې او په لوړ اواز د خوښۍ غږونه پورته شول. "تمام شو، تمام شو، د جګړې میراث پر خپله مخه ولاړ.!"

توغندي
د عکس تشریح، په مخابره کې غږ شو: انفجار، انفجار، انفجار ... او وروسته یو غټه چاودنه چې د مرخېړي په څېر دوړې یې اسمان ته پورته شوې.