ډونلډ ټرمپ به له عمران خان سره وګوري؟

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د ۲۰۱۹ کال د کابینې له لومړۍ ناستې وروسته ډونلډ ټرمپ بیا پر پاکستان نیوکه وکړه، چې "ترهګرو" ته پنا ور کوي.
په ورته مهال یې له پاکستان سره د مرستو بندولو خبره هم وکړه: "ما ۱،۳ میلیارد ډالر مرسته بنده کړه، دوی زموږ سره سم چلن نه درلود... دا مرسته داسې وه لکه اوبه".
هغه زیاته کړه، "اسلام اباد زموږ دوښمن ته په کور کې پنا و رکوي او ملاتړ یې کوي او دا یې نشو زغملی".
نوموړي له دې نیوکو سره سره د عمران خان سره د لیدنې هیله هم وښوده:
"له پاکستان سره ښه اړیکي غواړو، هیله ده چې د پاکستان له نوي مشرتابه سره ژر ووینم".
وتلی شنونکی معید یوسف وايي، پکار ده پاکستان منتظر اوسي او د ډونلډ ټرمپ دا خبره د پالیسي په ډول تصور نه کړي:
"د ټرمپ په هکله دا مشهوره ده چې خبرې کوي، خو تر ډېره عمل نه پر کوي".
ښاغلی یوسف دا هم وايي، چې د ولسمشر ټرمپ او عمران خان ترمنځ لیدنه له امکان وتلې خبره هم نه ده.
نوموړی د ټرمپ دا خبرې د شمالي کوریا د مشر سره ورته حالت سره پرتله کوي.
هغه زیاتوي، د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمنځ له سختو ناندریو سره سره ډونلد ټرمپ د شمالي کوریا مشر ته د خبرو بلنه ور کړه:
"هغه هم داسې بلنه چې د امریکا ټول نظام یې لا اټکل نشو کولی".
د امریکا او پاکستان حالت د داسې ښځې او مېړه مثال لري چې د بې باورۍ له امله یو بل سره اوسېدل نه غواړي، خو د اړتیا او کورني حالت په سبب له یو بل پرته ژوند هم نشي کولی.
د پاکستان او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی هغه مهال زیات شو چې د تېر کال لومړیو کې ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټ کې پر پاکستان سخته نیوکه وکړه او ویې ویل، چې اسلام اباد د میلیاردونو ډالرو مرستې ترلاسولو بدل کې واشنګټن سره له دوکې او درواغو پرته بل څه ونه کړل.
د افغان سولې په تړاو د متضاد دریځ له امله د امریکا او پاکستان اړیکي خراب شوي او ان د دواړو هېوادونو مشرانو یو بل سره په ټوېټر کې هم ناندرۍ وکړې.
خو په وروستیو کې له طالبانو سره د امریکا د ځانګړي استازي تر خبرو وروسته د دوی ترمنځ واټن کم شوی دی.








