پکتیا کې هوايي برید: د ملکیانو او طالبانو د وژل کېدو ادعاوې

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره شپه د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د ترسره شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې هم د وسله والو طالبانو د سیمه ییزو قومندانانو او هم د ملکي خلکو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.
ځایي اوسیدونکي ادعا کوي چې تېره شپه افغان او بهرنیو ځواکونو په سورکۍ سیمه کې د عملیاتو پر مهال پنځه ملکیان وژلي دي. دغو کسانو چې د ملکیانو جسدونه یې د اعتراض په ډول پکتیا ولایت ته راوړي ول ویل، په وژل شویو کسانو کې د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې بر حاله غړی محمد نعیم او د هغه درې زامن هم شامل دي.
د محمد نعیم ورور په ګردېز کې خبریالانو ته وویل چې بل ورور یې سیدحسن، درې ورېرونه یې چې دوه یې په خوست کې د څلورم کال محصلین ول او یو بل یې پکتیا کې محصل و په برید کې وژل شوي.
هغه وايي وروڼه او ورېرونه یې ټول بېګناه وژل شوي او له چارواکو غواړي چې یا یې جرم ثابت کړي او یا دې مسول کس وروښيي.
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وايي، عملیات له کابله پلان شوي او له دوی سره پرې هېڅ ډول همغږي نه ده شوې.
بل لور ته د پکتیا ولایت ویندوی عبدالله حسرت وايي، دوی ته درې سیمو کې د عملیاتو ترسره کېدو رپوټ ور رسېدلی چې د زرمت ولسوالۍ مموزي او سورکۍ پکې شته.
ښاغلی حسرت مني چې دوی ته ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اووښتو رپوټ رسېدلی خو د همدغې سیمې په عملیاتو کې د ده په وینا د طالبانو د سرې قطعې دوه غړي هم وژل شوي، چې ملاعبید او ملا عبدالله سروري نومېدل. د ښاغلي حسرت په وینا ملاعبید د وسله والو طالبانو قومندان او ملاعبدالله سروري یې سرګروپ و.
طالبانو د خپلې ډلې د غړو د وژنې پر ادعا څه نه دي ویلي خو ولسي وګړو ته یې د تلفاتو ور اوښتو خبر ورکړی.
د پکتیا د والي ویاند وايي چې د پېښې څېړنه به ترسره شي.
د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې څه موده وړاندې هم هوايي برید کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته چې د حکومت پر وړاندې یې کلک غبرګونونه وپارول.








