امریکا خپل سرتیری د یو افغان د وژلو په تور اته کاله وروسته محاکمه کوي

Major Matthew Golsteyn

د عکس سرچینه، Fox News

د عکس تشریح، د امريکا پوځ ځانګړو ځواکونو یو افسر په افغانستان کې د یوه افغان ملکي وګړي په وژنه په رسمي ډول تورن شوی.

د امريکا پوځ تېره پنج‌شنبه (د ليندۍ په ۲۲مه/ د ډسمبر ۱۳مه) په یوه ويناپاڼه کې ویلي چې ددې هېواد ځانګړو ځواکونو یو افسر په افغانستان کې د خپل ماموريت پر مهال په ۲۰۱۰ کال کې د یوه افغان ملکي وګړي په وژنه په رسمي ډول تورن شوی.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو ویاند لورن بایمر ویلي "د متیو ګلسټین مستقیم قوماندان په ډاګه کړې چې کافي اندازه شواهد شته چې هغه رسماً متهم شي"

د راپور له مخې ښاغلي ګلسټین پرون دغه تورپاڼه لوستې او منلې يې ده.

د امریکا د پوځ د اسنادو له مخې چې ددې هېواد ان بي سي خبري شبکې په واک کې دي، د امريکا د ځانګړو ځواکونو جګړن متيو ګلسټين د افغانستان د يوه ملکي وګړي په وژنه تورن دی او ویلي يې دي چې دغه افغان د طالبانو بم غورځوونکی و او په هغه يې ډزې کړې.

په هغه تور دی چې د رسول په نامه کس یې د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په دویمه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د امریکا يوې پوځي اډې ته څېرمه وژلی دی.

د دغو اسنادو له مخې ګلسټین د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) لپاره د ګومارنې په یوه مرکه کې د ریښتیا ویلو ازموینه کې په دغه وژنه اعتراف کړی و چې دا موضوع په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د وسله والو ځواکونو د جنايي څېړنو برخې ته راجع شوې وه.

ان بي سي راپور ورکړی چې متیو ګلسټين یو وار بيا هم په ۲۰۱۶ کال کې فاکس خبري شبکې ته په یوه مرکه کې په دغې وژنه اعتراف کړی و.

د امریکا د پوځ چارواکو په ډاګه کړې چې د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې هم له ګلسټین څخه رسمي وضاحت غوښتل شوی و، خو د کافي شواهدو د نشتوالي له امله محکوم نشو.

له دې سره د امریکا د دفاع مرستیال وزیر جان مک هاګ له خوا هغه ته په رسمي ډول د زړورتیا ورکړل شوی مډال او د امريکا د ځانګړو ځواکونو نښان هم ترې واخیستل شو.

دوه کاله وروسته جګړن ګلسټین د فاکس نیوز په شبکه کې په " څرنګه وجنګېږو" پروګرام کې د یوه مشکوک کس په وژلو اعتراف وکړ.

هغه په دې خپرونه کې وویل، اندېښنه یې وه چې که دغه د طالبانو مشکوک غړی پرې اېښی وای، ښايي هغه افغانان يې په خطر کې اچولي وو چې د امريکا پوځ ته يې معلومات ورکول.

دغه کم سارې دوسيه له اوو کالو وروسته د تازه شواهدو په وړاندې کېدو سره ټاکل شوې چې بیا د امريکا پوځي محکمې ته لاړه شي.

د امریکا د پوځ دغه پخوانی جګړن ځان بې ګناه بولي.

"هغه مهال مې قوماندان ماته وویل چې تا ناسم کار نه دی کړی"

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د پوځ په څېړنو کې دا "قتل" بلل شوی. بل سرتېری چې د دغې څېړنې له حاله خبر دی وايي، شواهد د جګړن ګلسټین کړې کيسه نه مني، که څه هم چې هغه د دغو اسنادو جزئيات نه دي په ډاګه کړي.

خو د پوځ په اسنادو کې په ۲۰۱۱ کال کې له ښاغلي ګلسټین څخه په شوو څېړنو کې راغلي چې هغه او یو بل سرتېري د کور په کور پلټڼې پر مهال داسې توکي وموندل چې د ځانګړو ځواکونو پر ضد بم جوړولو کې کارېدل.

دده په خبره دوی یو کس ونیو چې اټکل يې کېده هغه مواد په ده پورې اړه لري. بیایې هغه اډې ته یووړ خو په هماغه ورځ ټاکل شوې وه چې یاد افغان خوشې شي، خو دده په وینا روښانه نده چې د هغه د خوشي کېدو دلیل د شواهدو نشتوالی و او که بل څه.

د څېړنو د اسنادو له مخې ښاغلي ګلسټین دغه کس نه دی خوشی کړی او هغه يې له یوه همکار سره یو ځای د هغه کور ته بیولی او هلته یې ډزې پرې کړې. لومړی يې د هغه مړی ښخ کړی او وروسته يې توکي او وسایل د محرمانه اسنادو په یوه کوره کې سوځولي دي.

د امریکا د پوځ په څېړنو کې دا "قتل" بلل شوی. بل سرتېری چې د دغې څېړنې له حاله خبر دی وايي، شواهد د جګړن ګلسټین کړې کيسه نه مني، که څه هم چې هغه د دغو اسنادو جزئيات نه دي په ډاګه کړي.

تر اوسه د امريکا په پوځي محکمه کې په ۳۲مه ماده مشهور د جګړن ګلسټین د محاکمې نېټه لا نه ده ټاکل شوې.