د کابل ښار په زړه کې وسله واله نښته

د عکس سرچینه، Getty Images
د پلازمېنې کابل په شهر نو سیمه کې د دوشنبې پر ورځ د افغان پولیسو او یو شمېر وسله والو کسانو ترمنځ وسله واله نښته وشوه، چې د څو ساعتونو لپاره یې دوام وکړ.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي، د دفاع د پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ د زوی ساتونکو د کابل په شهرنو سیمه کې له پولیسو سره جګړه کړې ده.
خو په خپله عبدالرحیم وردک رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې دا رپوټونه رد کړي، او وایي دا پېښه دوی پورې اړه نه لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، جګړه هغه مهال ونښته چې پولیس د محکمې په حکم په شهر نو سیمه کې د یوه کور تخلیه کولو لپاره ورغلل، خو وسله والو مقاومت وکړ.
ښاغلی دانش وايي په دې نښته کې د یوه افسر په ګډون شپږ پولیس ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې جګړې د څو ساعتونو لپاره روانه وه.
ښاغلی وردګ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې د دفاع وزیر و او په ۲۰۱۲ کال کې د ولسي جرګې له خوا استیضاح شو چې د اعتماد رایه یې ونه ګټله.
زوی یې یوه لویه شخصي امنیتي شرکت درلود چې په افغانستان کې یې امنیتي ځواکونو، نړیوالو موسسو او پوځي بنسټونو ته خدمات وړاندې کول.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې په جنېوا کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې نړیوالې غونډې ته په وينا کې له "ځواکمنو فاسدو شبکو" او "نامسؤله او ناقانونه وسله والو" سخت سر وټکاوه او دا دوه يې له مهمو ننګونو وشمېرلې. محمد اشرف غني نامسؤل او ناقانونه وسله وال افغان ملت ته ګواښ وبلل.
د رحیم وردک دفتر د دوشنبې ورځې د پېښې په اړه یوه خبرپاڼه هم خپره کړې.
په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د رحیم وردګ د ساتونکو او پولیسو ترمنځ د نښتې رپوټونه ناسم او بې اساسه دي. خبرپاڼه زیاتوي، په هغه کور کې چې نښته رامنځته شوې، د یو بل کس دی او په رحیم وردګ یا زوی پورې یې اړه نه لري.








