افغانستان کې کورنۍ الوتنې کمې، ځمکني خطري سفرونه ډېر

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره چې د الوتنو د خدمتونو مسؤولیت لري، بي بي سي ته وویل، د خلکو د غوښتنې پربنسټ به دوی ډېر ژر ولايتي پروازونه ډېر کړي.
    • Author, ذبیح الله رحیمزی او نصیر بهزاد
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د کورنيو هوايي شرکتونو الوتنې تر بل هر وخت ډېرې را کمې شوې دي. اوس مهال دوه کورني شرکتونه، يو دولتي او بل يې خصوصي فعالیت کوي.

د دې دوو شرکتونو پروازونه ولايتونو ته د ګوتو په شمېر دي. په دې وروستیو کلونو کې هوايي شرکتونه د پانګې د کموالي له امله ولايتونو ته پروازونه کم کړي دي.

د افغانستان فضا هره ورځ په منځني ډول له ۳۰۰ تر ۵۰۰ الوتنو شاهده وي، خو لاندې پر ځمکه، په کور دننه یوازې د ګوتو په شمېر ښارونو ته د کورنیو هوايي شرکتونو الوتکې تګ راتګ کوي.

څو کلونه وړاندې په افغانستان کې ۹ کورني هوايي شرکتونه فعال وو، خو اوس يوازې دوه کورني شرکتونه، یو دولتي او بل خصوصي، چې ټولې شپږ الوتکې لري، کورنۍ او بهرنۍ الوتنې کوي.

د یوازېني خصوصي هوايي شرکت "کام اير" مشاور داود شريفي وايي، ډېرو لګښتونو د کورنيو شرکتونو کارونه ستونزمن کړي دي.

د الوتکې پرزې

هغه وايي تېل او د الوتکې پرزې د نورو خصوصي شرکتونو له لوري را واردېږي او حکومت ترې په بېلابېلو نومونو ماليه اخلي:

"موږ اوس مزار، کندهار، هرات، فراه، هلمند او زرنج ولايتونو ته عملاً الوتنې لرو او پر خپل وخت سفرونه کېږي. نور ولايتونو مناسب هوايي ډګرونه نه لري او موږ به د ۲۰۱۸ کال تر وروستیو یوه ۵۰ کسییزه الوتکه راوړو چې بامیان، فيض اباد او چغچران ته الوتنې وکړي."

د افغانستان د هوايي چلند پر وړاندې ستونزې کمې نه دي. دا شرکتونه کوچنۍ الوتکې نه لري، چې ډېرو ولايتونو ته الوتنې وکړي. حکومتي هوايي چلند دريو او يوازېنی خصوصي شرکت شپږو ولايتونو ته الوتنې کوي.

منیر احمد
د عکس تشریح، د اریانا هوايي شرکت مرستيال منیر احمد وايي، دا شرکت درې ايرباس او بويينګ الوتکې لري او يواځې د افغانستان دريو ولايتونو ته تګ راتګ لري.

ځېنې ولايتونه وړ هوايي ډګرونه نه لري او ځېنې ولايتونو کافي مسافر نه لري چې د لويو الوتکو څوکۍ پرې ډکې شي.

په همدې حال کې د "اريانا افغان" دولتي هوايي شرکت د حکومتي ملاتړ سره سره په دې نه دی توانېدلی چې د کورنيو الوتنو خالي ځايونه را ډک کړي.

د اریانا هوايي شرکت مرستيال منیر احمد وايي، دا شرکت درې ايرباس او بويينګ الوتکې لري او يواځې د افغانستان دريو ولايتونو ته تګ راتګ لري.

د هغه په وينا د اريانا شرکت کورنۍ الوتنې تر ټولو کم شمېر ته راکښته شوي دي:

"موږ د اوس لپاره دريو ولايتونو مزار، هرات او کندهار ته الوتنې لرو. وړاندې زموږ الوتنې ډېرې وې. بدخشان، کندز، فراه، باميان او نیمروز ته الوتنې کېدی چې د الوتکو د کمي له امله الوتنې نه کېږي. په مارکېټ کې چې څومره اړتيا ده هومره الوتکې نه لرو."

یو شمېر بهرني شرکتونه هم دا مهال افغانستان ته الوتنې کوي.

د ۳ کلونو مالیه بښل

د افغانستان حکومت وايي، د کورنيو شرکتونو ملاتړ يې کړی او په دې لړ کې يې د هغوی د درېيو کلونو پاتې مالیه وربښلې ده.

خلک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د الوتنو د نشتوالي له کبله خلک خپل ژوند بايللو خطر منلو سره مجبورېږي پر ناامنو لويو لارو تګ راتګ وکړي، هغه لارې چې په ژمني کې د هوا سړېدو له امله ډېر وخت تړلي پاتې کېږي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره چې د الوتنو د خدمتونو مسؤولیت لري، بي بي سي ته وویل، د خلکو د غوښتنې پربنسټ به دوی ډېر ژر ولايتي پروازونه ډېر کړي.

د افغانستان د هوايي چلند ادارې مشر محمود شاه حبيبي وايي:

"اوس پلان لرو، هغه هوايي ډګرونه چې موږ يې لرو، الوتنې به ورته په دوه درېیو اونیو کې پيل شي. کوچنۍ الوتکې څه په دې اونۍ او ځينې به په نورو اونیو کې راورسېږي او الوتنې به پيل شي."

د الوتنو د نشتوالي له کبله خلک خپل ژوند بايللو خطر منلو سره مجبورېږي پر ناامنو لويو لارو تګ راتګ وکړي، هغه لارې چې په ژمني کې د هوا سړېدو له امله ډېر وخت تړلي پاتې کېږي.