د نغمې "بیا مور کېدلو" جعلي خبر څنګه خپور شو؟

نغمه

د عکس سرچینه، Naghma Official

د عکس تشریح، د خواله رسنۍ یو شمېر کاروونکو ماشوم ته د "ښه اسلامي نوم" غوره کولو غوښتنه کړې ده.
    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د پښتو موسیقۍ نوموتې سندرغاړې نغمې د خپلو هغو عکسونو په اړه غبرګون ښودلی چې له څو ورځو راهیسې یې پر خواله رسنۍ د خلکو پام ځان ته ور اړولی او ځینو کسانو 'درواغجنې' تبصرې پرې کړي.

په انځورونو کې چې ښکاري سیلفي دي د اغلې نغمې په غېږ کې یو کوچنی ماشوم دی. اغلې نغمه چې په عکسونو کې ډېره خوشحاله ښکاري، د ماشوم په خندا کولو لپاره معمول ډول اکټ یې کړی او د کمرې لینز ته یې کتلي.

د خواله رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د نغمې او ماشوم انځورونه بیا بیا خپاره کړي او لیکلي یې دي چې ګواکې دا د اغلې نغمې "نوی ماشوم" دی. یو شمېر کاروونکو ماشوم ته د "ښه اسلامي نوم" غوره کولو غوښتنه کړې ده.

وروسته له دې چې مېرمن نغمه له ښاغلي منګل جلا شوه او د افغانستان د جهادي شخصیت مولوی محمد نبي محمدي له زوی سره یې واده وکړ، له ګڼو منفي غبرګونو سره مخامخ شوه. په دې خبر کې چې د اغلې نغمې په خبره 'کلی ورانوونکي درواغ' دي ځینو کسانو د بې بنسټه نسبتونو د ورکړې هڅه کړې ده.

اغلې نغمې پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼې دا ماشوم بشپړ معرفي کړی او لیکلي یې دي "دا ماشوم زما لمسی دی خو چې څوک خبر نه دي هغوی دې اوس خبر شي."

هغې زیاته کړې چې دا ماشوم چې زاهد نومېږي د دې د زوم او سندرغاړي شقیق مرید زوی دی چې نژدې یونیم کال عمر لري.

نغمه

د عکس سرچینه، Naghma Official

د شفیق مرید اولادونه د نغمې او منګل دواړو د ژوند د خوشحالوونکو بوختیاو یوه برخه بلل کېږي. پخوا ښاغلي منګل بي بي سي سره مرکه کې ویلي ول چې ډېر وخت له خپلو لمسیانو سره تېروی.

د اغلې نغمې په لیکلي غبرګون کې کلک الفاظ نه دي کارول شوي خو د یوه پښتو فولکلور متل په کارولو یې د داسې "درواغو" 'ورانۍ' ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: ترڅو چې رښتیا رسېږي درواغ به کلي وران کړي.

د دې جعلي خبر د ناندرۍ اصلي لامل له یو چا پرته پر خواله رسنۍ د شخصي انځورونو او د معلوماتو د ورکړې او یا هم بشپړو دقیقو معلوماتو د نه ورکړې له امله راټوکېدله ده.

نغمه

د عکس سرچینه، Naghma Official

د عکس تشریح، اغلې نغمه یوه له هغو د ګوتو په شمار سندرغاړو ده ګڼ شمېر شعرونه یې هم لیکلي دي.

اغلې نغمه وايي "ځینو دوستانو" یې له اجازې پرته وراستول شوي عکسونه پرفېسبوک خپاره کړي، او دا یې هم ورسره نه دي لیکلي چې "دا د نغمې لمسی دی."

هغه وايي دا عکسونه یې د دوستانو د غوښتنې پر بنسټ وراستولي ول.

د سندرغاړې نغمې د "زوی" یا "لمسي" په نامه عکسونو خپرولو کې د جعلي خبرونو او د معلوماتو شریکولو کې د یوه چا اجازه نه اخیستلو مسلې مهمې دي.

په یو شمېر لوېدیځو هېوادونو کې د یو چا شخصي معلوماتو د شریکولو او محرمیت په برخه کې داسې قانونونه شته چې پر بنسټ یې د یوه کس شخصي حریم تر یوه بریده خوندي پاتې کېدای شي، خو پر خواله رسنۍ د کاروونکو مخنیوی بیا هم ګران دی.

بل لورته جعلي خبرونه چې په دې وروستیو کې یې خپرول نه یوازې ډېر شوي بلکې د پرمختللو وسایلو په مرسته حقیقت ته ډېر نژدې جوړېږي، ډېری مهال پر هغو خلکو ګوزار کوي چې په سیاست او یا هنر کې نوموتي وي.

ګرانه ده چې وویل شي څومره خلک به پر دې جعلي خبر غولیدلي وي چې دا ماشوم د اغلې نغمې زوی دی، خو دې ته په کتو چې په عکس کې لاسوهنه نه ده شوې او ډېری خلک پوهېږي چې مېرمن نغمه د لمسیانو څښتنه ده، ډېر لوستونکي به یې د منلو او شک ترمنځ پرېښي وي.