ناشناس: ژوندی او روغ جوړ یم

د افغانستان وتلي هنرمند او سندرغاړي استاد صادق فطرت ناشناس بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته په خندا وويل د خدای په فضل جوړ يم، دوستان دې ډاډه وي. نن سهار په ټولنیزو رسنیو کې ګونګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې نوموړی مړ شوی دی.
هغه دا هم وویل، د بل هر سهار په څېر نن هم وختي له خوبه پاڅېدلی دی او د بي بي سي خپرونې یې اورېدلې.
* <link type="page"><caption> نغمه: د موسیقۍ د معیار کچه ټیټه شوې ده</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/08/160812_ns_afghan-singer_naghma" platform="highweb"/></link>
* <link type="page"><caption> نغمه: زما میړه پاکستانی نه دی</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/08/160812_ns_afghan-singer_naghma" platform="highweb"/></link>
صادق فطرت چې د مرګ اوازې خپله هم هیښ کړی و، د دوستانو د خوشالولو لپاره د ټوکې په ډول بي بي سي ته وویل: "هر سهار لومړی د بي بي سي انګلیسي خپرونې اورم، ځکه کله کله خوب هم په انګلیسي کې وینم"

صادق فطرت د افغان موسیقۍ یوه وتلې څېره ده چې په افغانستان او پښتونخوا کې د غږ میلیونونه ډېر مینوال لري.
نوموړی له کلونو راهیسې په بریتانیا کې اوسي او له څه مودې راهیسې د یو کتاب په لیکلو بوخت دی.
د نوموړی د مړینې د اوازې په خپرېدلو سره په خواله رسنیو کې ډېرو خلکو د هغه انځورونه په خپلو پاڼو خپاره کړي او پر مړینه یې خواشیني ښکاره کړه.









