فراه کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې په هکله ضد او نقیض رپوټونه

ز

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لوېدیځ ته په فراه کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې تر څلوېښتو سرتېري وژل شوي دي.

که څه هم ځايي چارواکي په دې تړاو څه نه وايي، خو د ولایتي شورا یو غړی خیر محمد نورزی وایي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه فراه رود کې د افغان پوځ په ټولي برید کړي او له څلوېښتو ډېر پولیس او پوځیان یې وژلي دي.

د خاک سفید ولسوالي هم د ګواښ له امله دې ټولي ته لېږدول شوې وه.

یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې د وسلوالو طالبانو نفوذي کس د ټولي له منځه جګړه پیل کړې ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي سره خبرو کې دا ردوي چې نفوذي کس برید کړی دی.

هغه وايي، تر لسو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وسلوالو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي هم په ټوېټر کې لیکلي چې په دغه ټولي د دوی وسلوالو برید کړی دی.

"د قومندان عبدالجبار او قومندان خاکسار په شمول ۳۵ تنه عسکر وژل شوي دي او دوه بندیان شوي دي".

نوموړی دا هم وايي، چې د افغان ځواکونو پنځه رېنجر ګاډي او دوه ټانکونه سوځول شوي او درې ګاډي او اتیا میله سپکه او درنه وسله یې ولجه کړې ده.

ر
د عکس تشریح، دې وروستیو کې د فراه مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي.

دې وروستیو کې د فراه مرکز او ولسوالیو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

دې ډلې د نومبر پر ۱۱ هم د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې ۳۰ ځايي پولیس او شپږ ولسي وګړي وژلي و.

وړمه ورځ داسې رپوټونه هم وو، چې د طالبانو وسلوال د فراه ښار کې ځای په ځای شوي دي.