د افغانستان ملي امنیت کابل کې د 'داعش درې بهرني جنګیالي' نیولي

داعش
د عکس تشریح، د داعش 'خراسان' برخې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې خپل موجودیت اعلان کړ.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، کابل کې یې د 'اسلامي دولت' داعش نومې ډلې 'درې بهرني جنګیالي نیولي'.

د لړم پر ۲۳مه ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو ځواکونو یې د یولړ عملیاتو پرمهال د طالبانو او داعش غړي له وسلو او مهماتو سره نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په نیول شویو کې پنځه طالبان او درې د داعش جنګیالي دي.

ملي امنیت وايي، دغو کسانو د کابل ښار پر پوځي او ملکي بنسټونو د برید تابیا لرله.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د داعش نیول شوي کسان د ترکیې، پاکستان او تاجکستان دي.

دغې ادارې د نیول شویو کسانو د اعتراف یوه وېډیو هم خپره کړې ده، چې یو نیول شوی پکې په ترکي ژبه غږېږي، بل اردو خبرې کوي او د بل تاجکستاني لهجه ده.

دوی په وېډیو کې له داعش سره د یوځای کېدو د څرنګوالي په اړه غږېږي، خو لا مالومه نه ده چې ایا دوی په زور دا اعتراف کړی او که په خوښه.

داعش

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دغې ډلې له تېرو څو کلونو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون لوی خونړي بریدونه کړي.

دا مهال داعش د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه او په ځینو شمالي ولایتونو کې فعالیت لري.

دغې ډلې له تېرو څو کلونو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون لوی خونړي بریدونه کړي.

داعش د افغانستان، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا ځینو سیمو ته د 'خراسان ولایت' نوم ورکړی چې د خپل خلافت یو ولایت یې بولي.

د داعش 'خراسان' برخې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ میاشت کې خپل موجودیت اعلان کړ.