جوزجان کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه

د افغانستان شمالي جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي واييو د وسله والو طالبانو او "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ترمنځ له تېرو درو ورځو راهیسې جګړه روانه ده. سرچینه وايي، دواړو غاړو ته نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، دا نښته د سرپل لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا نادر د ورور له وژل کېدا وروسته پیل شوې، چې ویل کېږي داعش ډلې وژلی.
د ویاند په وینا، کله چې د داعش یو قومندان ملا غضنفر له طالبانو سره یوځای شو، دا نښته لا پسې زیاته شوه.
د نوموړي په وینا، د ملا غضنفر په تسلیمېدو سره، د داعش او طالبانو ترمنځ د دغه ولایت درزاب ولسوالۍ په خواجه عرب او قورغ کلیوالو سیمو کې نښتې پیل شوې.
د یادې سرچینې په خبره، په دې نښته کې طالبانو اقسای، اقبلاق، تراغلي افغانیه او خینې نورې سیمې له داعش ډلې ونیولې.

د والي ویاند زیاتوي، په دې نښته کې د داعش اته او د طالبانو شپږ جنګیالي وژل شوي. په وژل شویو کې له طالبانو سره د داعش یو نیول شوی قومندان حاجي ذیني هم دی.
سرچینه زیاتوي، په نښتو کې پنځه ولسي وګړي هم ټپیان شوي.
وړاندې د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه کې لږترلږه ۴۹ کسان وژل شوي.
د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې د داعش وسله والو شتون په دې وروستیو خبر جوړوونکې مسله ده.
ویل کېږي داعش ډله د افغانستان د شمال په درېیوو ولایتونو فاریاب، سرپل او جوزجان کې د نویو جنګیالیو په جلب و جذب بوخته ده.










