"فرانسوي او الجزایري داعشیان د افغانستان شمال ته رسېدلي"

د عکس سرچینه، Reuters
نړیوالې او افغان سرچینې وايي، سوریه کې د "اسلامي دولت" یا داعش له ماتې وروسته د دې ډلې ځینې فرانسوي او الجزایري وسلوال د افغانستان شمال ته رسېدلي دي، چې داعش پکې نوي مرکزونه جوړ کړي دي.
د فرانس خبري اژانس د رپوټ له مخې دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د داعش د فرانسوي وسلوالو د شتون خبره کېږي.
دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د عراق لومړي وزیر تېره ورځ په دغه هېواد کې د داعش ضد جګړه پای ته رسېدلې وبلله.
روسیې هم ویلي چې په سوریه کې یې د داعش ضد جګړه بشپړه کړې ده.
شنونکي وايي، له عراق او سوریې وروسته به د داعش وسلوال د ځان پټولو لپاره نورو سیمو ته مخه کوي.
له داعش سره تر نورو اروپايي هېوادونو د فرانسې ډېر توندلاري یو ځای شوي وو.
دغه هېواد له ۲۰۱۵ کال راهیسې په اروپا کې د داعش د هغو وسلوالو له ډېر تاوتریخوالي سره مخ شوی دی، چې په منځني ختیځ کې د دې ډلې په ملاتړ جنګېدلي دي.
د جوزجان د درزاب ولسوال باز محمد داور وايي، تېره میاشت(نومبر) یو شمېر الجزایري او فرانسوي توکمه کسان په دغه ولسوالۍ کې د داعش کنټرول لاندې سیمې ته رسېدلي دي.
د ښاغلي داور په خبره، په دې وسلوالو کې دوه ښځې هم وې چې تاجکستانی ژباړن هم ور سره و او په ډله کې چیچنیايي او اوزبک وسلوال هم دي.
اروپايي او افغان امنیتي چارواکي له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې د ښاغلي داور دا ادعا تاییدوي چې فرانسوي توکمي هم په دې وسلوالو کې شته، خو د شمېر په هکله یې وايي:
"نه پوهېږو چې څومره کسان دي".
داعش پر ۲۰۱۵ کال د افغانستان په ننګرهار او کونړ کې سر را پورته کړ او وروسته یې د جوزجان په ګډون شمالي ولایتونو ته هم پښه اوږه کړه.
دې ډلې د کابل په ګډون په مختلفو ولایتونو کې بریدونه کړي او تر ډېره یې شیعه مذهبي په نښه کړي دي.
د ځايي وسلوالو روزل

د عکس سرچینه، .
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي، په فرانسوي غږېدونکي قفقازیان سړي او ښځې یې لیدلي چې درزاب کې د داعش وسلوال روزي.
د هغه په خبره، تر ۵۰ ماشومان- چې ځینې یې ان لس کلن دي- هم له دې وسلوالو سره یو ځای شوي دي.
د درزاب اوسېدونکي وايي، نږدې دوه سوه بهرنيو وسلوالو له بي بي مریم کلي څو سوه متره لرې اړولي دي.
یو ځایوال چې خپل نوم حاجي ښيي وايي، دغه پنډغالي کې د فرانسویانو په ګډون د څو ملتونو وسلوال دي، چې په ونو لوړ او لږ تر لږه د شلو کلونو عمر لري او پوځي جامې یې په تن دي.
"دوی پر ټپټپیو (موټر سیکلونو) ګرځي، پولې ته ځي او ستنېږي، خو له چا سره خبرې نه کوي".
د کلي یو پخوانی مشر وايي، ځینې وسلوال نور روزي، چې ځنګه ځانمرګي بردیونه وکړي او ماینونه ښخ کړي.
ویل کېږي له سیمې ځینې خلک وتلي دي.
د ولسوال داور په ګډون ځايوال وايي، چې دا وسلوال طبیعي زېرمې لکه ګرانبیه ډبرې او فلزات هم استخراجوي









