جوزجان کي پنځه داعش قومندانان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان په شمال، جوزجان ولایت کې افغان ځواکونو هوايي عملیات تر سره کړي چې په پایله کې یې د داعش ډلې اړوند پنځه قومندانان وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت له ریاست څخه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي: "دغه کسان چې په موټر کې وو، غوښتل یې له قوش تېپې ولسوالۍ درزاب ولسوالۍ ته لاړ شي."
خبرپاڼه کې ویل شوي دا کسان د داعش د یوه قوماندان، حکمت الله اړوند وو.
ملا عبدالاحد مشهور په حزب الله، قاري محب الله مشهور په امامي، ملا صدرالدین مشهور په جابر، قاري مودود او فیض محمد هغه کسان دي چې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
تر دې دمه داعش ډلې د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې د داعش وسله والو شتون په دې وروستیو خبر جوړوونکې مسله ده.
ویل کېږي داعش ډله د افغانستان د شمال په درېیوو ولایتونو فاریاب، سرپل او جوزجان کې د نویو جنګیالیو په جلب و جذب بوخته ده.
او په یوه بله پېښه کې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکې په هوايي ګوزار کې اوه وسله وال طالبانو وژل شوي دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وایي، دغه بريد پرون مازيګر (جولای اتمه) د يادې ولسوالۍ د مموزيو په سيمه کې پر طالبانو شوی دی.
طالبانو تر اوسه د دې هوايي بريد په اړه څه نه دي ویلي.









