''جوزجان کې داعش ډلې ښوونځي تړلي''
د خپرېدو وخت
د جوزجان سیمه ییز چارواکي وایي داعشیانو، په دغه ولایت کې ۶۳ ښونځي تړلي دي او شاوخوا ۲۵ زره ماشومان، ښوونځیو ته نه ځي. چارواکي وايي ډېر لږ شمېر زده کونکي او ښوونکي له سیمې تښتېدلي دي. د بي بي سي خبریال امیربریال شبرغان ته تللی و. له خلکو او بې ځایه شویو سره یې له نژدې کتلي دي. دا رپوټ یې را لېږلی دی.