افغان ښځې ولې ځانوژنې ته مخه کوي؟
د افغانستان په مرکزي ولایت ډایکنډي کې د ښځو د ځان وژنې هڅې لوړې شمېرې، د بشري حقونو بنسټونه اندېښمن کړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، په روان لمریز کال کې په دایکندي کې د ښځو لخوا د ځان وژنې هڅو له څلوېښتو ډېرې پېښې ثبت کړي.
فزیکي تاوتریخوالی، له زده کړې محرومول، د نفقې نه ورکول په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي نور ډولونه دي.
په ډایکنډي کې له ښځو سره د تاوتریخوال ۳۴۷ پېښو ثبتېدو د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون اندېښمن کړی.
دا شمېرې په روان کال کې ثبت شوي.
د چارواکو په خبره، تاوتریخوالی لامل شوی چې څه باندې ۴۰ مېرمنې د ځانوژنې هڅه وکړي.
د بشري حقونو کمیسیون د چارواکو په وینا، د ځانوژنې په هڅو کې درېیو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او ډېر شمېر یې د روغتیایي کارکوونکو په هڅه ژغورل شوې دي.
د ډایکنډي د بشري حقونو ولایتي دفتر رییس جواد دادګر وایي، د تاوتریخوالي شمېرې په لوړېدو دي:
''زموږ په دفتر کې په ثبت شویو قضیو کې د تاوتریخوالي له امله معلولیت، د زده کړې او کار له حقه بې برخې کېدل، له کوره ایستل او بې برخلیکه پاتې کېدل او داسې نور له ښځو سره د تاوتریخوالي ډولونه دي. څو سلنه فزیکي تاوتریخوالی هم موږ ثبت کړی دی."

د هغه په وینا د نارینه ترمنځ د اعتیاد، بېوزلۍ او بېکارۍ لوړې کچې له ښځو سره د تاوتریخوالي ډېرېدو لاملونه دي.
ښاغلی دادګر وایي، ددوی د هڅو په لړ کې اجباري او کم عمره ودونو کې کموالی راغلی، خو لا هم له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه لوړه او اندېښمنوونکې ده.
بي بي سي موندلې په لوېدیځ هرات ولایت کې د هغو کسانو شمېر چې په تېر ۱۳۹۶ کال کې یې د ځان وژنې هڅه کړې د ۱۳۹۵ کال پرتله نژدې دوه برابره ډېر شوی دی.
د هرات روغتیايي چارواکو بي بي سي ته ویلي وو، تېر کال څه باندې ۱۸۰۰ کسان چې ډېری یې ښځې دي د زهري توکو په خوړلو سره یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.











