افغان ټاکنې: له دیني عالمانو د همکارۍ غوښتنه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر د دوشنبې په ورځ کابل کې له دیني عالمانو وغوښتل چې خلک وهڅوئ له خپلو رایو د ټاکنې په ورځ سمه ګټه واخلي.
د ټاکنو خپلواک کمېسون له ولایتونو کابل ته په لسګونو دینپوهان یا عالمان ور بللي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکې شنبه( د اکټوبر ۲۰) کېږي.
د دې کمېسون مشر عبدالبدیع صیاد له دوی په یوه غوڼده کې وغوښتل چې د دې بهیر د لا بریالیتوب لپاره له خپل نفوذ کار واخلي.
د هغه په خبره، له ناخوالو او بحران د وتلو لپاره یوازنۍ لار ټاکنې دي.
د ټاکنو کمېسون دا ګام په داسې مهال دی چې تېره اونۍ طالبانو په یوه بیانیه کې له افغانانو وغوښتل چې رایه ور نه کړي.
خو د ښاغلي صیاد په ټکو د دې "دسیسې" مخه باید په ګډه ونیول شي.
نوموړي له عالمانو وغوښتل چې خلکو سره د نوماندانو په غوره کولو کې هم همکاري وکړي.
"دیني عالمانو! دلته دا ستاسو پورې تړل کېږي چې خلکو ته څنګه لارښوونه کوئ چې چا ته باید رایه ورکړي، داسې یوه کس ته باید رایه ور کړي چې په ولسي جرګه کې د دوی سم استازیتوب وکړي. اسلامي ارزښتونو او اصول ته درناوی ولري. هغه ځای چې یوه مقننه قوه ده او قانون جوړونکې ده. هلته له همدې ارزښتونو دفاع او د خلکو ښه استازیتوب وکړي".
درې کمربندونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټاکنو په مخ کې تر ټولو لویه ننګونه د وسلوالو بریدونه دي.
د ملګرو ملتونو رپوټ له مخې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې په دې بهیر کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي او تر ۲۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د ټاکنو کمېسون هم وايي، چې د ولسي جرګې ۹ نوماندان په بریدونو کې وژل شوي دي.
خو د افغانستان امنیتي ادارو په دغه هېواد کې د پارلماني ټاکنو ادمنیت په هکله د یکشنبې په ورځ خپل پلان اعلان کړ.
د کورنو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د امنیتي پلان له مخې د دې بهیر د امنیت خوندیتوب لپاره د رایې مرکز ته نږدې اول کمربند کې استخبارات او پولیس ځای پر ځای کېږي:
"له درې سوو تر پنځه سوو مترو واټن کې ملي اردو او دریم کمربند کې افغان پوځ، پولیس او استخبارات په ګډه ګرځنده او ثابته دنده لري".
نوموړی دا هم وايي، چې د ټاکنیز بهیر ټول مسوولیت د افغان ځواکونو په غاړه دی او که اړتیا شي نور سرتېري به هم وګوماري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان دفاع وزارتویاند وايي، چې افغان پوځ د رایه ور کوونکو، نوماندانو او کارکوونکو امنیت ته ژمن دی.
"دفاع وزارت ټول افغان ولس ته ډاډ ور کوي چې ارامه فضا کې ټاکنو کې ګډون وکړي هوايي او ځمکني ځواکونه هر حالت کې امینت ته ژمن دی او که د نورو ځواکونو اړتیا هم شي تیار دي او مرسته به رسوي".
نوموړی د امنیتي اندېښنو په غبرګون کې وايي، چې د ټاکنو لپاره د ۵۰ زرو سرتېرو ځای پرځای کول امنیتي تشه نه رامنځته کوي.
د چارواکو په وینا شاوخوا ۳۰۰ زره امنیتي او دفاعي سرتېري به په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي.








