افغان ټاکنې: اروپایي ټولنه ټولو ته د منلو وړ ټاکنې غواړي

اروپايي ټولنه وايي، د افغان ټاکنو بهیر سخت یا جدي څاري او هڅه کوي چې دا ټاکنې له تېرو هغو توپیر ولري.
په کابل کې د دې ټولنې استازي پي یردمیودان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دې کار د پرځایښت لپاره افغانستان کې د اروپايي ټولنې کارډلې د دې ټاکنو د روڼتیا لپاره کار کوي.
"د اروپا د ټاکنو کارپوهان افغانستان ته راغلي دي، هغوی د اروپا سیاسي استازۍ او د دې ټولنې غړو ته د افغان ټاکنو د بهیر په هکله خپل تخنیکي او مسلکي نظرونه برابروي".
نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره له سیاسي ډلو، رسنیو او مدني ټولنو سره خبرې کوي او اروپايي ټولنه د ټاکنو په ورځ او له هغه وروسته همکارۍ ته چمتو ده.
ښاغلی میودان دا ټاکنې د افغانستان او د نړیوالو ملګرو لپاره یې مهمې بولي.
"موږ نه غواړو چې له اکتوبر ۲۰ وروسته افغانستان بیا د کړکېچ لور ته لاړ شي داسې باید ونه شي".
د افغانستان پارلماني ټاکنې د تلې پر ۲۸ یا د اکتوبر پر ۲۰ کېږي.
نوموړي د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته- چې ټاکلې ده راتلونکی پسرلی وشي- په اشاره وویل، د دې دواړو ټاکنو داسي ازاد او روڼه ترسره کېدل غواړي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وي.
کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر د ټاکنو په هکله د خلکو د شک او ګومان په یادولو سره زیاته کړه، سیاسي ګوندونه دا چانس لري چي خپلو استازو سره د ټاکنو په ورځ دا بهیر وڅاري او هغوی ټول باید د رایې ور کونې مرکزونو او ځایونو کې استازي ولري.

د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې ټاکنیز جنجال د دې سبب شو چې "ډېر افغانان" پر کورنیو ټاکنیزو بنسټونو بې باوره شي.
خو نوموړی هیله من دی چې سیاسي ګوندونه یوازې د ټاکنو پر بهیر نیوکه ونه کړي، بلکې دا بهیر وڅاري.
"دوی باید د ټاکنو بهیر په تایید او تصدیق کې کارند ګډون وکړي".
د نوموړي په خبره، سیاسي ګوندونو تراوسه دا کار نه دی کړی، خو لا هم وخت لري.
د اروپايي ټولنې استازی د افغانستان پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنې د افغانانو لپاره مهمې بولي او زیاتوي چې ځواکمن سیاسي بنسټونه په تېره د افغان سولې بهیر لپاره مهم دي.
د ښاغلي میودان په خبره، وسلوال د افغانستان د روا یا مشروع بنسټونو کمزورول غواړي، خو رڼې او عادلانه ټاکنې د دې نظام د لا ډېر رواتوب سبب کېږي.








