ترکيې چارواکي سعودي کونسلګرۍ ودانۍ کې لټون کوي

ل

د عکس سرچینه، AFP

ترکيې ویلي د سعودي خبریال جمال خاشقجي بې درکه کېدو موضوع کې به د سعودي کونسلګرۍ کې لټون وکړي. د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، سعودي چارواکي دې لړ کې (همکارۍ) ته چمتو دي او د دې لپاره به د کونسلګرۍ ودانۍ لټون یوه غوښتنه وشي.

ښاغلی خاشقجي تېره اونۍ وروستی ځل هغه مهال لیدل شوی و، چې سعودي کونسلګري ته لاړ او ترکیې کې چارواکي وايي، ښايي نوموړی هلته وژل شوی وي.

خو سعودي عربستان دغه تورونه ردوي او وايي، کونسلګرۍ ودانۍ ته له ننوتو لږ وروسته نوموړی بېرته بهر ووت. بل لور ته ترکي چارواکي وايي، خاشقجي له ودانۍ د وتلو پر مهال نه دی لیدل شوی.

د امریکا د جمهوریپال ګوند غړی سناتور لینډزي ګراهم د سعودي توکمه امریکايي خبریال جمال خاشقجي پر ورکېدو اندېښنه ښيي او وايي، که په دې پېښه کې سعودي لاس لري، درنه بیه به یې ور کړي.

له بلې خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم له سعودي غوښتي که ورک خبریال یې له کونسلګرۍ وتلی وي، نو شواهد دې وړاندې کړي.

د واشنګټن پوسټ خبریال جمال خاشقجي تېره اونۍ د ترکیې استانبول ښار کې د سعودي کونسلګرۍ ته له ننوتلو وروسته ورک شو.

امریکا کې تر جلاوطنه کېدو وروسته هغه تېر کال څو لیکنو کې د سعودي پر ولیعهد محمد بن سلمان نیوکې کړې وې.

امریکايي سناتور لېنډزي ګراهم خپل ټوېټر کې لیکلي، که د سعودي حکومت کوم ناسم کار کړی وي، دا د امریکا او سعودي د اړیکو لپاره ورانوونکی دی، "درنه بیه به یې ور کړي، اقتصادي هم او نور هم".

نوموړی چې د ډونلډ ټرمپ ملاتړی دی په کانګرېس کې د سعودي له حکومت وغوښتل چې د جمال خاشقجي د برخلیک په هکله پوښتنو ته سم ځوابونه ووايي.

ترک چارواکي وايي، خاشقچي کونسلګرۍ کې وژل شوی دی، خو سعودي حکومت دا ردوي او وايي، چې نوموړی له کونسلګرۍ وتلی دی.

مګر ریاض د دې ادعا لپاره د امنیتي کمرو انځورونه نشي وړاندې کولی.

د ټرمپ اندېښنه

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سعودي وايي، خاشقجي د خپل کاتر تر بشپړولو وروسته له دې کونسلګرۍ وتلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ هم د سعودي د حکومت مخالف خبریال پر ناڅاپي ورکېدو د دوشنبې په ورځ اندېښنه وښوده.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل: زه اندېښمن یم، په دې تړاو څه اورېدل نه غواړم، هیله ده هغه ترې ووځي.

برتانیا هم وايي، چې ترکیه کې د سعودي خبریال د ورکېدو د پېښې په تړاو سملاسي حقیقت معلومېدل غواړي.

جمال خاشقجي تېره چهارشنبه له یوې ترکۍ مېرمنې خدیجه ارزو چنګېز سره له واده مخکې د څو سندونو ترلاسولو لپاره د سعودي کونسلګرۍ ته لاړ، خو له هغه وروسته یې بیا پته ونه لګېده.

له بلې خوا د امریکا مشرانو جرګه کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر باب کورکر وايي، چې د جمال خاشقجي د ورکېدو مسله یې د سعودي له سفیر سره یاده کړې ده:

"موږ د نورو معلوماتو په تمه یو، موږ هر هغه هېواد ته مناسب ځواب ور کوو چې بهر کې خبریالان په نښه کوي".

د ترک ولسمشر غوښتنه

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ترکیه کې د سعودي د کونسلګرۍ مخ ته مظاهره.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سعودي دا ثابتول غواړي چې جمال خاشقجي یې له کونسلګرۍ وتلی دی.

رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، د کونسلګرۍ چارواکي په دې ویلو سره ځان نشي بچولی چې وايي، خاشقجي له دې ودانۍ وتلی دی.

ښاغلی اردوغان زیاتوي، چې د خاشقجي دوسیه له نږدې څاري.

د رپوټونو له مخې د سعودي کونسلګرۍ د ننه د خاشقجي د وژل کېدو تر ادعا وروسته ترکیې د دې کونسلګرۍ د تلاشۍ غوښتنه هم کړې ده.

خو سعودي په دې هکله هر ډول ادعاوې ردوي.

دوه تور موټر

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کونسلګرۍ هغه ور چې جمال خاشقجي پرې ور ننوتلی دی.

د یکشنبې په ورځ ترک چارواکو وویل، پلټونکو سره کره شواهد شته چې ښيي خاشقجي وژل شوی دی او دا کار هم هغې ۱۵ کسیزې سعودۍ ډلې کړی چې له تېرې اونۍ راهیسې ترکیې ته تللې ده.

دوی دا هم وايي، چې د ډيپلوماټانو په ګډون دا ۱۵ کسیزه ډله دوو الوتنو کې استانبول ته تللې او کله چې خاشقجي کونسلګرۍ کې و، دوی هم دې ودانۍ ته ننوتلي دي.

خو په دې هکله یې تراوسه کوم شواهد وړاندې کړي نه دي.

د ترکیې د صباح ورځپاڼې د رپوټ له مخې د خاشقجي دوسیه کې اصلي تور پر دوو تورو موټرو دی.

د دې ورځپاڼې رپوټ وايي، دا دوه موټر هم د هغو شپږو ګاډو برخه و چې په هغه ورځ په یو وخت له کونسلګرۍ ووتل او دوو مخالفو لورو ته روان شول.

له بلې خوا د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له دې مخکې ویلي و چې ترک چارواکي تلاشي کولی شي او هلته د پټولو لپاره څه نشته.

ترک چارواکي وايي، خاشقجي په کونسلګرۍ کې وژل شوی او مړی یې بهر لېږدول شوی دی.

د ترک- عرب رسنیو مشر له نیویارک ټایمز سره خبرو کې ویلي، چې د کونسلګرۍ د ساتلو لپاره ګومارل شوو پولیسو امنیتي کمرو کې لیدلي چې د سفارت کارکوونکي موټرو کې ځي او راځي، خو کوم خبریال یې نه دی لیدلی چې په خپلو پښو له دغه دفتر وتلی وي.

د خاشقجي کوزدن څه وايي؟

ر

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د خاشقجي ترک کوزدنه وايي، تر یوولسو ګړیو یې خاوند له کونسلګرۍ ونه ووت.

خاشقجي کونسلګرۍ ته د خپلو هغو اسنادو ترلاسه کولو لپاره تللی و چې ګني خپله پخوانۍ ښځه یې طلاقه کړې او له یوې ترکۍ کوژدنې خدیجې ارزو سره واده کوي، ښځه یې هم کونسلګرۍ ته ورسره تللې وه،‌ خو بهر یې په انتظار وه، خو وايي بېرته راونه وت.‌

خدیجه وايي، کونسلګرۍ ته د تګ پرمهال زړه نازړه او خپه ښکارېده.

دوی د تیلیفون پرېښودو غوښتنه ترې وکړه، چې په ډېری دیپلوماتیکو بنسټونو کې همدا کار کېږي.

خدیجه زیاتوي، تیلیفون یې دې ته پرېښود او دا یې هم ورته وویل،‌ که له کونسلګرۍ بېرته راونه وت،‌ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له سلاکار سره دې اړیکه ونیسي.

دا وايي، له ۱ بجې یې د شپې تر نیمايي د کونسلګرۍ بهر انتظار وکړ، خو بېرته راونه وت، او کله چې سبا چارشنبه د کونسلګرۍ دروازه پرانیستل شوه، بیا ورغله.

جمال خاشقجي

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، خاشقجي د اکتوبر له دویمې ورک دی.

سعودي چې تېر کال د خپلو نیوکګرو او خبریالانو ځپل پیل کړل نو جمال خاشقجي په خپله خوښه امریکا ته جلا وطن شو او هلته یې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره کار پیل کړ.

هغه تېر کې د سعودي شاهي کورنۍ سلاکار و، خو کله چې ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ لرلید په نوم سمون پیل کړ، نو ده یې پر پالیسۍ سختې نیوکې کولې.

د ۲۰۱۷ کال سپټمبر کې خاشقجي پر ټویټر لیکلي وو:

"کور او کورنۍ مې پرېښودل چې خپل غږ اوچت کړم،‌ که د دې خلاف کار مې کولی له هغو کسانو سره به مې خیانت کړی و چې د زندان تیارو کې پراته دي. زه هغه وخت غږېدی شم چې ډېر نور خوله هم نه شي پرانیستی".

خاشقجي پخوا د الوطن ورځپانې مدیر و، پر دې سربېره یې له بي بي سي سره د سعودي او منځني ختیځ په هکله پروګرامونو کې کار کړی دی.