خامنه اي سعودي عربستان امریکایانو ته 'پیوره غوا' بللې

د عکس سرچینه، EPA
د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي د سعودي عربستان چارواکي په کې کفایتۍ تورن کړي او سعودي چارواکي یې 'د امریکایانو لپاره د پیورې غوا' په توګه یاد کړي دي.
نوموړي دا څرګندونې د تېرې شنبې په ورځ د روژې په پار جوړه شوې غونډه کې کړې:
''د چا پر ظاهري بڼه ونه غولېږئ، سعودي چارواکي د سقوط په حال کې دي. دوی په ناحقه دي او د باطل زوال کې هېڅ شک نه شته. دوی پر کفارو سخت او پر کفارو رحم کوونکي دي''.
دی وايي ''دوی افسانوي ملي شتمنۍ د ولس دښمن ته وړاندې کوي، دوی ګومان کوي چې د خلکو د شتمنۍ له لارې د اسلام د دښمنانو زړونه خپل کړي''.
له دې خبرو د هغه څرګنده اشاره ریاض ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر په لړ کې له امریکا سره د سعودي عربستان د میلیاردونو ډالرو د هوکړې لاسلیکولو ته وه.
د ایران دغه ستر مذهبي مشر دا هم ویلي چې سعودي عربستان ''د هغې پیورې غوا په څېر دی چې د شیدو خوړو پرمهال نازول کېږي، خو چې وچه شي حلالېږي''.
سعودي عربستان د روانې مې میاشتې پر ۲۱مه له واشنګټن سره د ۱۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو تړونونه لاسلیک کړل، همداشان په دواړو هېوادونو کې د میلیاردونو ډالرو پانګونې او پروژو پیلولو هوکړه هم وشوه.
سعودي عربستان او ایران په سیمه کې، په تېره بیا یمن او سوریه کې د روانو وسله والو شخړو له کبله یو او بل ته ګوتې په ماشه دي.
ایران د سوریې د واکمن نظام د مشر بشارالاسد ملاتړ کوي، خو سعودي بیا د هغه پروړاندې د جنګېدونکو وسله والو ډلو ملا تړي.
سعودي عربستان په یمن کې په نړیواله کچه د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي د حکومت په ملاتړ په دې هېواد کې هوايي بریدونه کوي، چې هدف یې یمن کې د ایران په ملاتړ د راپورته شویو شیعه حوثي یاغیانو مخه نیول دي.
خلیجي هېوادونه پر تهران د سیمې د امنیت او ټیکاو څپ څپانده کولو تور لګوي او وايي چې ایران په سعودي، بحرین او کویتکې د سعودي پرضد شیعه ګان پاروي، خو ایران بیا دا تورونه ردوي.
سعودي عربستان ته د سفر پرمهال ټرمپ له خلیجي هېوادونو سره د تهران د اختلاف له کبله پر تهران نیوکه وکړه، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني د نوموړي دا څرګندونې بابیزه وبللې چې په وینایې ''مازې چټي خبرې دي چې هېڅ عملي او سیاسي ارزښت نه لري.''












