غني او مودي د همکاریو د پراخولو ژمنه وکړه

غني مودي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، دواړو مشرانو په ګڼو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د چارشنبې ماښام د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره ولیدل.

د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:

"د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزه همکاریو د لا پراختیا، تروریزم سره د ګډې مبارزې او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا، سیمه ییز اتصال، د افغانستان - هند هوايي دهلیز د انکشاف، د لوړو، حرفوي او پر لیکه (انلاین)زده کړو او همدارنګه د افغانستان بېلابېلو سکتورونو کې د ګډې پانګونې په اړه بحث او خبرې وکړې".

اعلامیه زیاتوي چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سیستم، ۳۵۰ښاري ملي بسونو د ترمیم او د یو زر نویو ملي بسونو د ورکړې، د غذایي توکو د پروسس او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول مالي او تخنیکي همکارۍ ته چمتووالی وښود.

غني مودي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، دواړو مشرانو په حیدر اباد ماڼۍ کې سره ولیدل

دواړه مشرانو پر دې هم هوکړه وکړه چې د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي دهلیز الوتنې دې ډېرې شي، او د هرات او امرتسر په ګډون نورو ښارونو ته هم دغه الوتنې پیل شي.

د ارګ اعلامیه وایي، هند له افغانستان سره د تحصیلي بورسونو د همکارۍ پروګرام یې پنځه کاله نور هم غځولی او ترڅنګ به یې افغان مامورین هم د بېلابېلو مهارتونو د زده کړې په برخه کې و روزي.

ټاکل شوې ده چې د هند د بهرنیو چارو وزیره اغلې سوشما سواراج به په نژدې راتلونکي کې کابل ته سفر کوي او د دواړو هېوادونو پر ستراتیژیکو همکاریو به له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

نژدې یو کال وړاندې هم ولسمشر غني هند ته تللی و چې هغه مهال یې له دې هېواد سره د هوا او اوبو له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې د سیستم رامنځ‌ ته کېدو ژمنه کړې وه.‌

افغان چارواکي وايي، هند د افغان ولسمشر د بهرني سیاست د ټاکل شویو پنځو کړیو له ډلې په څلورو هغو کې شاملېږي.

هند له افغانستان سره په تېره یوه نیمه لسیزه کې څه باندې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۱۷ جون کې د افغانستان او هند ترمنځ د هوا له لارې سوداګري پیل شوه.

په هرات کې د سلما بند او پ‍ه کابل کې د ملي شورا ودانۍ له هغو پروژو دي چې لګښت یې هند ورکړی دی.

له هند سره د افغانستان ډېر نژدېوالي او په دغه هېواد کې یې د ونډې پراخېدو ته پاکستان د شک په سترګه ګوري.